د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې کې رای اچوونه؛ ۲۰۳۶ پورې د پوتین واکمنۍ ته لاره پرانستل شوه


كرملین د هغه عامه نظر پوښتنې د پایلې جشن ونیو چې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ته د دوو نورو دورو لپاره د جمهوري ریاست حق ورکوي. دا پداسې حال کې دي چې یوې خپلواکې څارونکې ډلې اعلان وکړ چې دا رای اچوونه خپلواکه نه وه او نتیجې یې سمې ندي.

ددې یوې اوونیزې رای اچونې نتیجې ښيي چې شاوخوا ۷۸ فیصده رای ورکوونکو په اساسي قانون کې د بدلونونو ملاتړ کړی چې ښاغلي پوتین ته اجازه ورکوي چې د جمهوري ریاست د اوسنۍ دورې وروسته د دوو نورو شپږ کلنو دورو لپاره د جمهور رئیس په توګه پاته شي.

د رای اچونې نتیجه پدې معنی ده چې د کی جي بې دغه پخوانی ۶۷ کلن مامور چې د څه دپاسه شلو کلونو راهیسې یې د جمهور رئیس او صدراعظم په توګه پر روسیې واکمني کړې ده، کولای شي تر ۸۳ کلنۍ پورې په واک پاته شي.

پوتین چې د جوزف استالین، له وخت راهیسې د روسیې په معاصر تاریخ کې د واکمنۍ تر ټولو اوږده سابقه لري ویلي دي چې تر اوسه یې د خپلې سیاسي راتلونکې په هکله تصمیم ندی نیولی، خو منتقدین وایي هغوی ډاډمن دي چې هغه به هڅه وکړي چې د ممکن وخت لپاره په کرملین کې پاته شي.

د ښاغلي پوتین ویاند دیمیتري پسکوف، وویل په هیواد کې د رای فیصدي د هیواد د اداره کولو لپاره د په پوتین باندې د روسانو د ژور اعتماد ښکارندوي کوي.

مخالف فعالین دغه رای ګیري غیر قانوني ګڼي او وایي چې دغه طرحه د تل لپاره د پوتین د جمهوري ریاست د قانوني کولو لپاره جوړه شوی ده.

د ګلاس په نامه یو غیر دولتي سازمان چې د رای ګیری څارنه یې کوله د پنجشنبې په ورځ جولای دوهم (چنګاښ ۱۲) وویل چې د رای اچونې پر وخت یې زیاتې بې نظمۍ ثبت کړي دي چې په کې د رایو د صندوقونو ډکول او ډیر نور داسې موارد شامل دي چې کارکوونکي په زور رای ورکولو ته اړ کړای شوي دي.

ګلاس ویلي دي چې دغه رای اچونه به "په تاریخ کې د خلکو پر ازادۍ باندې د تیري کولو د هڅې د نمونې په توګه ثبت شي."

ښاغلي پوتین د روان کال په جنورۍ کې د اساسي قانون د تعدیل په اړه د رای ورکولو وړاندیز وکړ. ټاکل شوې وه چې دغه رایه اچوونه د اپریل په ۲۲ وشي، خو د کروناویروس د وبا د خپریدو په وجه وځنډیدله.

ولادیمیر پوتین د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې د جمهور رئیس، د ۲۰۰۸ ن تر ۲۰۱۲ پورې د صدراعظم او یو ځل بیا د ۲۰۱۲ نه تر اوسه د روسیې د جمهور رئیس په توګه پر دې هیواد باندې واکمن دی.

د روسیې د پارلمان دواړو مجلسونو او د اساسي قانون محکمې نوي بدلونونه تصویب کړي دي او جمهور رئیس هغه لاس لیک او په قانون باندې اړولي دي، خو بیا هم د دموکراتیک نمایش په توګه ددغو جنجالي بدلونونو د قانوني کیدو لپاره اوسنۍ رایه اچونه وشوه.

XS
SM
MD
LG