د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه له افغانستانه د امریکايي سرتیرو ژر وتلو په اړه طالبانو سره کار کوي ـ پنتاګون


د امریکا دفاع وزارت وايي، روسیه په افغانستان کې له وسله والو طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره په فعال ډول کار کوي، تر څو له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتل په چټکۍ سره تر سره شي.

د چهارشنبې په ورځ جولای لومړۍ (چنګاښ۱۱) د پتناګون لخوا په خپاره شوي راپور کې راغلي: "تر فبرورۍ میاشتې روسیې د (افغانستان) له مرکزي حکومت، سیمه ییزو هیوادونو او طالبانو سره کار کوی چې په افغانستان کې خپل نفوذ ډیر کړي، د امریکايي سرتیرو د وتلو لړۍ چټکه کړي او په افغانستان کې هغو احتمالي امنیتي ستونزو ته چې ممکن د امنیتي سرتیرو تر وتلو وروسته رامنځته شي رسیدګي وکړي."

د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته په راپور کې لیکلي چې روسیه په دې تمه چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د اوږد مهاله پاتې کېدو مخنیوی وکړي د سولې په اړه د امریکا او طالبانو د هڅو او همدارنګه د دواړو لورو ترمنځ د سولې د توافقنامې ملاتړ کوي.

راپورونه وايي چې مسکو د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د اسانتیاو رامنځته کېدو هڅه کې دی او هغه د "یو لنډ مهاله حکومت رامنځته کېدو لپاره یوه ښه تګلاره بولي."

پر همدې مهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنې په ماښام جولای لومړۍ(چنګاښ۱۱) له ملي ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې د لنډ مهاله حکومت رامنځته کېدل رد کړل او زیاته کړه چې په دې اړه باید د افغانستان اساسي قانون ته مراجعه وشي.

طالبانو ته د روسیې ډالۍ

داه په داسې حال کې ده چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه راپور چې ویلي و روسیې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د په نښه کولو لپاره "طالبانو ته د ډالۍ وړاندیز "کړی و او په دې اړه ولسمشر ډونالد ټرمپ ته هم خبر ورکړل شوو، په واشنګټن کې سیاسي بحثونه راپورته کړي دي.

ولسمشر ټرمپ چې د یاد راپور تر خپرېدو ورسته یې دغه راپور رد کړی و، پرون چهارشنبه یې یو ځل بیا پر خپل ټوېټر ولیکل چې دغه راپور جعلي دي هغه یې خپل ځان او حزب ته د زیان رسولو هڅه وبلل.

څو امریکايي چارواکو ویلي چې د دې لپاره چې طالبانو د روسیې د ډالۍ ورکولو په اړه راپور تائید شوی نه و، د هغه په اړه ولسمشر ټرمپ ته راپور نه دی ورکړل شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې امریکا دغه ګواښ جدي نیولی او زیاتوي چې په اړه به یې په دقیق، مناسب او صحیح ډول عمل وکړي.هغه ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي ادارې به په ډېر ښه ډول سره دې موضوع ته رسیدګي وکړي.

ښاغلي پمپیو د چهارشنبې په ورځ د جولای پر لومړۍ نېټه ویلي:"په افغانستان کې له امریکا متحده یالاتو سره د د ښمنۍ په ډول د روسیې تعامل کوم تازه څه نه دي... ولسمشر ټرمپ تل د هغو ستونزو څخه چې د روسیې لخوا موږ ته جوړیږي او په افغانستان کې د موجوده خطرونو څخه خبر دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په تیر یو کال کې د ولسمشر ټرمپ په لارښوونه په افغانستان کې مېشتو امریکايي سرتیرو ته د خطرونو کمولو په اړه زیاتې هڅې کړي دي چې په خبره یې د امریکا د بل هیڅ حکومت لخوا نه دي تر سره شوي.

د طالبان د تاوتریخوالي زیاتوالی

د امریکا د دفاع وزارت په راپور کې همدارنګه راغلي چې د امریکا او طالبانو د سولې د توافقنامې تر لاسلیک وروسته د تاوتریخوالي اونۍ تر پای ته رسېدو وروسته د طالبانو لخوا تاوتریخوالی زیات شوی دی. او زیاتوي چې هغوی په بېساري ډول د افغانستان پر امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې بریدونه کړی دي.

په راپور کې راغلي چې طالبانو پر لویو ښارونو او امریکايي سرتیرو له بریدونو څخه ډډه کړې.

د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې له مخې طالبانو ژمنه کړې چې خپلې اړیکې به د القاعده په ګډون له ټولو تروریستي ډلو سره پرې کوي، د خپلو ۵زره بندیانو تر خلاصولو وروسته به بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون کوي.

د امریکا د دفاع وزارت راپور ویلي چې طالبانو اوس هم له القاعده ډلې سره اړیکې نه دي پرېکړي.

په راپور کې راغلي:"القاعده د تل په څېر د طالبانو له ټیټ رتبه غړو سره همکاري کړې ده او له هغوی څخه یې ملاتړ کړی دی، ترڅو د افغانستان حکومت ته زیان ورسوي، او د امریکا متحده ایالاتو سرتیري او لوېدیځ اهدف په نښه کړي."

په قطر کې د طالبانو او د امریکا د سولې تړون پر بنسټ چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ مه لاسلیک شو، امریکا او د ناټو غړي ځواکونه باید د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې افغانستان پرېږدي.

له دې سره د ناټو او امریکايي چارواکو په کراتو دا ټینګار کړی دی چې د دوی د ځواکونو وتل به امنیتي شرایطو ته په کتو تر سره شي.

د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۱۳ زرو څخه ۸۶۰۰ تنو ته راټیټ شوی دی.

خو سي این این تلویزیون د ځینو امریکايي چارواکو په حواله راپور ور کړ چې ټاکل شوې د روان کال تر ژمې پورې امریکا خپل ۴زره نور سرتیري هم له افغانستان څخه وباسي.

XS
SM
MD
LG