د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: طالبان د ترهګرو سازمانو له لست څخه وباسو 


طالب استازي په مسکو کې
طالب استازي په مسکو کې

د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین وایي طالبان به د ترهګرو ډلو له لست څخه وباسي.

ښاغلي پوتین تېره ورځ اکتوبر ۲۱ (تلې۲۹) د طالبانو د حکومت له مشرانوسره تر ملاقات وروسته وویل چې روسیه به د ترهګرو سازمانونو له لست څخه د طالبانو نومونه لېرې کړي.

روسیې په ۲۰۰۳ کې طالبان د «ترهګرو سازمانونو» په لست کې شامل کړل، خو طالبان د روان کال د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او مسکو هم نړیوالو غونډو ته وروبلل. کابل کې واک ته تر رسیدو وړاندې هم روسیې څو ځله په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي غونډو ته ورغوښتي و.

مسکو همدغه راز له طالبانو سره د همکارۍ د اعلان تر څنګ د طالبانو نړیوال حمایت غوښتنه هم کړې ده.

په روسیې سربېره، چین او ایران هم توافق کړی چې د «سیمې د ثبات» لپاره به له طالبانو سره کار کوي.

د فرانسې خبري اژانس وایي دغو دریو هېوادونو له طالبانو څخه غوښتي چې په افغانستان کې «معتدلې» تګلارې پلې کړي او د قومي اقلیتونو، ښځو او ماشومانو د حقونو درناوی وکړي.

روسیې همدغه راز له طالبانو غوښتي چې د داعش ډلې د جنګیالیو په ضد لاس په کار شي. د روسیې چارواکي وایي د دغې ډلې جنګیالي د «دایمي بې ثباتۍ لپاره» په افغانستان کې راټول شوي دي.

تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین ویلي وو چې د داعش سلګونه جنګیالي د افغانستان په شمال کې راټول شوي او هڅه کوي چې د کډوالو په جامه کې منځنۍ اسیا ته واوړي.

طالبان وايي چې په افغانستان کې یې د داعش جنیګالیو د رېښو ختمولو لپاره هلې ځلې کوي. له دې سره سره د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین ویلي دي چې د طالبانو د حکومت په رسمي پېژندلو بېړه نه ده په کار خو ټېنګار یې کړی دی چې باید له هغوی سره تعامل وشي.

XS
SM
MD
LG