د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو څار ډله: طالبانو ځینو ولایتونو کې خلک له خپلو سیمو شړلي 


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

د بشري حقونو د څار ډلې د طالبانو حکومت تورن کړی دی چې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې یې د قوم‌ او سیاست په بنسټ خلک له خپلو کورونو او سیمو څخه شړلي دي.

د دغې ډلې په اعلامیې کې ویل شوي دي‌ چې طالبانو په کندهار، هلمند، ارزګان، دایکندي او بلخ کې په سلګونو کورنۍ، چې ډیری یې د پخواني حکومت کار کوونکي او هزاره ګان دي، له خپلو سیمو څخه شړلي چې کورونه یې خپلو جنګیالیو ته ورکړي.

د بشري حقونو د څار ډلې دا کار «اجتماعي سزا» بللې ده، داسې چې «جرم» یو کس او یا یوې ډلې کړی وی، خو سزا ټولو ته ورکړل شي.

د جنوبي اسیا لپاره د بشري حقونو د څار ډلې مشره پټرېشیا ګروسمن وايي :«طالبان په قومي او سیاسي اساس هزاره ګان او نور خلک په زوره شړي چې خپلو جنګیالیو ته مکافات ورکړي. دا شړل د زور په ګواښونو او له کومې حقوقي پروسې پرته شوي چې د اجتماعي سزا په اندازه جدي سرغړونې دي.»

د څار ډلې د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۲ (تلې ۳۰) دا اعلامیه خپره کړې ده. اعلامیه وايي چې طالبانو دغو خلکو ته د وتلو لپاره کم وخت ورکړی دی. په اعلامیې کې د ملګرو ملتونو د یو پخواني‌ سیاسي څېړونکي له خولې، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویل شوي چې طالبانو دغو اوسېدونکو ته په اخطاریه کې ویلي دي که ونه وتل، « بیا حق نلري چې د عاقبت په اړه» پوښتنه وکړي.

اعلامیه وايي چې طالبانو په ۲۰۲۱کې هم په یو شمېر سیمو کې خلک په زوره له خپلو کورونو شړلي وو او ځمکې یې خپلو جنګیالیو ته ورکړې وې.

خو طالبانو ویلي چې دا کار د «محکمې د پرېکړې» په اساس شوی دی. د طالبانو حکومت د بشري حقونو د څار ډلې د دغې نوې اعلامیې په اړه لا کوم غبرګون نه دی ښودلی.

څو اونۍ مخکې په کندهار کې سلګونو کسانو مظاهره وکړه او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې له خپلو کورونو څخه یې ونباسي. مخکني حکومت هلته د وژل شویو سرتېرو او نورو ملکي کارکوونکو یو شمېر کورنیو ته کورونه او جایدادونو ورکړي وو. له دغو مظاهرو وروسته کندهار کې طالب چارواکو وویل چې په دې اړه به پرېکړه وروسته کوي.

د بشري حقونو د څار ډله وايي چې له خپلو سیمو دا خلک داسې مهال اېستل شوي دي چې د جنګ جګړو، وچکالۍ او اقتصادي ستونزو له کبله په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیون خلک بېځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG