د لاس رسي وړ اتصالات

بامیان، د سارک فرهنګي پلازمینه اعلانیږي


په بامیان کې چارواکي وايي په پام کې ده دغه ولایت په همدې څو ورځو کې د سویلي اسیا د همکاریو د سازمان، سارک، لومړنۍ فرهنګي پلازمینه اعلان شي.

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي دغه اعلان به د جوزا په ۱۵ کیږي چې د جون د را روانې میاشتې شپږمه نېټه ده.

د بامیان سرپرست والي محمد اصف مبلغ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په دې اړه به په جوړېدوونکو مراسمو کې د څه باندې لسو بهرنیو هېوادونو استازي او میلمانه کډون کوي.

« د بامېانوسېمه اېز چارواکي چمتو دي چې د ١٣٩٣ هجري شمسی کال د جوزا په ١٥ په بامېانو کی د سارک فرهنگي جشن جوړ کړي چې په ترڅ کی به ېې بامېان ددغه سازمان د لومړي فرهنگي مرکز په توگه اعلان شي.»

بامیان د افغانستان یو لرغونی ولایت بلل کیږي چې د کابل په شاوخوا ۲۶۰ کیلو مېترۍ کې دی.

د امریکا غږ خبریال ظفر بامیاني وايي، بامیان ګڼې تاریخي او لرغونې سیمې لري او هر کال زرګونه بهرني او کورني سیلانیان یې لیدو ته ورځي.

دغه ولایت د بودا د دوو سترو مجسمو کور هم دی چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې وېجاړې کړې.

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور مشر کبیر دادرس وايي د جنوبي اسیا د هېوادونو د همکارۍ سازمان، سارک، د بامیانو لرغونتوب ته په کتو دا پرېکړه کړې ده.

د بامېانو د اطلاعاتو او فرهنگ چارو د ادارې رئېس( کبېردادرس)د امرېکا غږ اشنا رادېو دري څانگې ته ووېل،« د بامېانو د ولاېت په مرکز کی د سارک د سازمان د غړو ملکونوجشن چې په راتلونکو دوو او ېا درېو ورځو کی به پېل شي،د هېواد د ٣۴ ولاېتونو د لاسي صناېعو د نماېش په خاطرغرفې جوړې شي.

ښاغلي دادرس وویل " بامیان چې کله د سارک فرهنګي پلازمېنه اعلان شي، په دې سره به نړیوالو ته د افغانستان د عظمت او لرغوني تاریخ د ورپېژندلو یو جلا فصل هم پرانیستل شي."

د بامیانولایت چارواکي وايي چې د دغو مراسمو او جشن لپاره یې ټول چمتوالي بشپړ کړي دي او ټاکل شوې چې تر رسمي مراسمو وړاندې دغلته د افغانستان د ۳۴ ولایتونو، لاسي توکي او نور کورني تولیدات نندارې ته کېښودل شي.

د بامیان یو شمېر اوسېدوونکو امریکا غږ سره په خبرو کې دغه کار، بامیانو ته د نورو سیلانیانو د ورماتېدو لپاره یو ښه ګام بللی دی.

د افغانستان د فرهنگ کارپوه( سردار جهاني) واېې چې د افغانستان دولت باېد ددې فرصت نه په استفاده لږ ترلږه د بودا د دوو غټو ورېجاړو شوو مجسمو له جملې نه ېې ېوه مجسمه ترمېم کړي.

«د بامېانو ولاېتی مسوولېن واېې چې د سارک د سازمان ېو مهم هدف دادی چې په غړو ملکونو کی فقر او غربت ختم کړي او د سرماېه گذارۍ او پانگې اچونې لپاره زمېنه برابره شي.اوس چې بامېان د سارک د لومړي فرهنگي مرکز په توگه معرفی کېږي، هېله ده چې د پانگې اچونې نه بی برخې نه پاتې کېږي.»

په دغه ولاېت کی په سلگونو تارېخي اثار اوابدات موجود دي چې د مختلفو تارېخی دورو نماېندگي کوي اوهر کال په زرگونو کورني او بهرني سېلانېان ېې د لېدو لپاره بامېانو ته ورځي.

سارک، د جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لا ښه والي او غوړېدا لپاره کار کوي چې افغانستان اوس اوس د دغه سازمان غړی شوی دی.

XS
SM
MD
LG