د لاس رسي وړ اتصالات

د واورې اورښت د سالنګ لاره بیا بنده کړې ده


د سالنک د لویې لارې د ساتنې او مراقبت اداره وايي، چې دا لویه لار د واورو د اورښت له امله د جمعې د ورځې له سهار راهیسې په موقت ډول تړل شوې ده.

د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او مراقبت رئیس عبیدالله عبید د جمعې په ورځ فبرورۍ ۲۵ ( کب شپږم) رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي، چې په شمالي سالنګ کې د واورې اورښت او په جنوبي سالنګ کې د سخت بادلګیدلو له امله دا لار بنده شوې ده.

ښاغلي عبید وویل "د پنجشنبې د ورځې له مازیګر راهیسې په شمالي سالنګ کې د واورې اورښت پیل شوی، چې نن هم دوام لري او هم په جنوبي سالنګ کې سخت باد په وقفوي ډول دوام لري چې له امله یې دا لویه لار په موقت ډول د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده".

د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او مراقبت د ادارې د معلوماتو پر اساس د تیرې شپې راهیسې په شمالي سالنګ کې ۲۰ سانتي واوره شوې ده.

د سالنګ لویه لار د افغانستان پایتخت کابل د دغه هیواد د نهو شمالي ولایتونو سره نښلوي. دا لار د روان ژمي په موسوم کې د واورو د ښویدو او توفانونو له امله څو ځلې تړل شوې وه.

که څه هم د کابل په ګډون د افغانستان په اکثرو سیمو کې د کب د میاشتې د پیل راهیسې د هوا درجه د تیرو اونیو پرتله یو څه ګرمه شوې خو سالنګ غرنۍ سمیې لا هم د سختې یخنۍ تر اغیز لاندې دي.

سږکال ژمي کې د تیرکال پرتله د واورو او باران اورښت زیات وو، چې له امله د تیرو وروستیو کلنو د وچکالۍ د اغیزو د کمیدو په اړه هیلې هم زیاتې شوي دي.

د افغانستان د بیا رغونۍ لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر سیګار د یو راپور له مخې تیر ۲۰۲۱ میلادي کال کې وچکالۍ د افغانستان ۲۵ ولایتونه ځپلي وو.

XS
SM
MD
LG