د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د واورې ښویدو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي وایي په دغه ولایت کې ۲۰ تنه تر واورې لاندې شوي او د ۱۵ مړې را ایستل شوي دي.

په افغانستان کې د «باختر دولتي خبري آژانس» نن دوشنبه فبروري اوومه (سلواغې ۱۸) ویلي چې دغه واوره ښویدنه تیره شپه د دانګام په ولسوالۍ شوې ده.

د کونړ ولایت سیمه ییزو مسؤلینو ویلي چې تر دا مهاله یې د ۱۵ تنو جسدونه له واورې څخه را ایستلي دي، خو د پنځو تنو نورو درک لا تر دا مهاله نه دی معلوم.

هغوی ویلي چې تر واوري لاندې د پاتې کسانو د را ایستلو هڅې روانې دي. ویل کیږي چې د دغه طبیعي پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د لومړنیو معلوماتو په اساس په دغې طبیعي پېښه کې د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکو ته څه ناڅه زیانونه رسېدلي دي او هم څو کورونه ویجاړ شوي دي.

ویل کیږي چې تر دا مهاله د ژغورنې ډلې سیمې ته نه دي رسېدلي او د سیمې اوسېدونکو تر واورو لاندې جسدونه را ایستلي دي. له سیمې څخه یوه ځايي اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه د دانګام ولسوالۍ په «ګوریګا» سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې تر دا مهاله له واورو څخه د ۱۰ کسانو جسدونه را ایستل شوي او ۹ تنه ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د دولت وزارت ویلي و چې په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې د طبیعې پېښو له امله نژدې ۴۰ تنه مړه شوي دي او څه باندې ۵۰ تنه ټپیان شوي دي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د څو ورځو راپدېخوا یو ځل بیا د درندې واورې پيل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په بدخشان، پنجشېر، بامیان، دایکندي، غور، سرپل، میدان وردګ، غزني، پروان، کابل، کونړ، نورستان او یو شمېر نور ولایتونه د واورې شاهدان و.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس اوس مهال د سالنګونو په ګډون ټولې لویې لارې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوي دي او په ځينو ولایتونو کې ولسوالیو ته د غځېدلو لارو د خلاصولو هڅې هم روانې دي.

XS
SM
MD
LG