د لاس رسي وړ اتصالات

امرالله صالح وايي ‌د افغانستان سرپرست ولسمشر دی 


امرالله صالح
امرالله صالح

د افغانستان د مخکني حکومت د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې د اساسي ‌قانون په اساس هغه د هېواد سرپرست ولسمشر دی او چارې به په مخ وړي.

ښاغلي صالح نن سه شنبه اګست ۱۷ (زمري۲۶) په خپل ټویټر کې په انګلیسي‌ او دري ژبو لیکلي دي چې قانون د ولسمشر په غیابت کې هغه سرپرست ټاکلی دی.

هغه لیکلي دي: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د صریح حکم په اساس، د جمهور رئیس د فرار، غیابت او مرګ په صوت کې لومړی مرستیال سرپرست ټاکل کیږي. زه په هېواد کې دننه یم او په قانوني او مشروع ډول د دغه مقام/څوکۍ سرپرست یم. د دغه مقام د تحکیم لپاره د هېواد د ټولو رهبرانو سره په مشورې بوخت یم.»

د افغانستان اساسي قانون

د افغانستان د اساسي قانون په شپیېتمه ماده کې د ولسمشر د واکونو او صلاحیتونو تر څنګ د هغه د ځای ناستو په اړه هم یادونه شوې ده.

د دې مادې یوه برخه وايي: «د جمهور رئيس لومړى مرستيال د جمهور رئيس د غياب، استعفاء او يا مړينې په حالاتوكې ددې اساسي قانون له مندرجو حكمونو سره سم، كار كوي. د جمهور رئيس د لومړي مرستيال په غياب كې، دويم مرستيال د اساسي قانون له مندرجو احكامو سره سم، عمل كوي.»

دا قانون په ۲۰۰۱ کې د طالبانو د مخکني نظام له پرځولو وروسته تصویب او توشیح شو. وسله وال طالبان د افغانستان دا اساسي قانون نه مني.

د مخکني حکومت ولسمشر محمد اشرف غني
د مخکني حکومت ولسمشر محمد اشرف غني

افغانستان څخه د اشرف غني وتل

مخکنی ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ له افغانستان څخه ووت. ښاغلي غني په هماغه ورځ په خپل رسمي فیسبوک کې ولیکل: «نن زه یو سخت انتخاب سره مصادف شوم؛ ودریږم چې مسلح طالبانو سره چې ارگ ته داخلیدل غوښتل، مخامخ شم او یا له گران وطن څخه چې ما تیر شل کاله د هغی ساتنی او پالنی لپاره خپل ژوند وقف کړی وو، ووځم. که پاتی وای هم بی شمیره وطنوال شهیدان کیدل او هم به د کابل ښار د بربادۍ او ورانۍ سره مخامخ کیده چې نتیجه به یې په دغه شپږ میلیوني ښار کې یوه لویه بشري فاجعه وای. طالبانو دا څرگنده کړی وه چې زما د لیری کولو لپاره حاضر دي ټول کابل او د کابل شریف ولس باندی خونړۍ حملې وکړي. ددی لپاره چې د وینې تویلو سیلاب څخه مخنیوی وشي، ما دا غوره وگڼله چې ووځم.»

ښاغلي غني نه دي‌ لیکلي چې چېرې تللی دی او نه یې هم ویلي دي چې استعفا یې کړې ده که نه. نړیوالې ټولنې د ولسمشر محمد اشرف غني حکومت په رسمیت پېژندلی دی.

په داسې حال کې چې طالبان د یکشنبې په ورځ په ارګ ورننوتل خو لا یې د خپل نظام تشکیل اعلان کړی نه دی او وايي‌ چې له افغان سیاسي مشرانو سره یې خبرې روانې دي.

تبعید شوی ولسمشر

په نړۍ کې داسې شوي دي‌ چې د ځينې ولسمشران د جګړې او کودتا په ترڅ کې د خپل هېواد څخه تر فرار او وتلو وروسته هم د خپل هېواد تبعید شوی او په نړیواله کچه پېژندل شوی ‌ولسمشر ګڼل کېږي.

کله چې په ۱۹۹۶ کې وسله والو طالبانو کابل ونیوه او «اسلامي امارت» یې اعلان کړ،‌ د هغه وخت ولسمشر برهان الدین رباني له کابل څخه ووت او په ۲۰۰۲ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر راتګ او هغه ته د واک تر انتقال پورې، د افغانستان ولسمشر بلل کېده او نړیوالو په رسمیت پېژنده.

ښاغلي صالح نه دي ویلي چې هغه چېرې دی خو په خپل یو بل ټویټ کې یې خلک له «طالبانو سره جګړې» ته بللي دي. ښاغلي صالح لیکلي دي چې «روحیه یې نه ده بایللې.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر بایډن د طالبانو په لاس د افغانستان سقوط پړه تر ډېره په افغان سیاسي مشرانو واچوله. د ناټو مشر هم دا خبره کړې ده.

XS
SM
MD
LG