د لاس رسي وړ اتصالات

حامد الحق: زما پلار سولې ته کار کاوه


د پاکستان د حقانیه مدرسې د وژل شوي مشر مولانا سمیع الله الحق زوی حامد الحق وایي پلار یې سولې ته کار کاوه او هغه افغان طالبانو ته ویل چې په خپله خاوره کې جنګ مه کوئ.

حامد الحق د امریکا غږ خبریالې لایبه یوسفزۍ سره په مرکې ویلي چې پلار یې مولانا سمیع الحق په دې باور وو چې طالبان د سولې خبرو ته تیار دي.

حامد الحق وايي افغان طالبانو دده د پلار خبرو ته غوږ نیوه او هرڅه چې به یې ورته ویل هماغه به یې کول.

په دې مرکه کې حامد الحق د خپل پلار د وژلو په هکله هم خبرې کړې دي.

د مولانا سمیع الحق زوی، حامد الحق سره د امریکا غږ مرکه دلته وګورئ

د مولانا سمیع الحق د زوی حامد الحق سره د اشنا ټلویزیون مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:38 0:00

XS
SM
MD
LG