د لاس رسي وړ اتصالات

"امریکا دې طالبانو سره مذاکراتو بدل کې پاکستان سره ازاد تجارت وکړي"


یو امریکایي سناتور ویلي دي چې امریکا دې د پاکستان سره د ازاد تجارت موافقه وکړي چې طالبان د سولې لپاره خبرو ته اماده کړي

د امریکا په سنا کې د شمالي کیرولاینا سناتور لینډسي گراهم چې ولسمشر ټرمپ ته نژدی گڼل کیږي، د سي این این سره په یوې مرکې کې د امریکا حکومت ته مشوره ورکړيده چې که پاکستان طالبان د سولې مذاکراتو ته رضا کړي نو امریکا دې د پاکستان سره د ازاد تجارت یوه موافقه وکړي.

ښاغلي گراهم وویل چې که پاکستان د طالبانو سره په خبرو کې مرسته وکړه نو امریکا دې بیا خپله ټوله توجه د اسلامي دولت د ډلې په ختمولو مرکوزه کړي.

سناتور گراهم په وروستیو کې افغانستان ته سفر کړیدی. هغه سي این این ته وویل چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه زیات شویدي. هغه زیاته کړه چې که پاکستان ورسره د طالبانو په لړ کې مرسته وکړه نو بیا به امریکا هلته ترهگري او داعش ختموي.

هغه وویل که مونږ پاکستان ته لاړ شو او هغوي ته د ازاد تجارت د یو تړون وړاندیز وکړو تو هغوي به طالبان سولې ته اماده کړي او داسې افغان جنگ ختمیدی شي.

ښاغلي گراهم په مرکې کې دا هم وویل چې د ولسمشر ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ نه خوښ دی او د ایران، سوریې او شمالي کوریا په اړه د هغه د تگلارې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG