د لاس رسي وړ اتصالات

سرفراز د جنوبي افریقا د لوبغاړي ولې بخښنه غواړي؟


د پاکستان د کرکټ ټیم کپتان سرفراز احمد د جنوبي افریقا تورپوستي لوبغاړي فیلکوایو ته د لوبې په دوران کې کالیا ویلي چې دغې په ټولنیزو رسنیو سخت غبرگونونه وپاروه. سرفراز د عکس العمل نه وروسته په ټویټر د دغه عمل له کبله بخښنه وغوښتنه.

هغه په خپل ټویټر ولیکل:

"زه په ښه نیت د هغو کسانو نه بخښنه غواړم چې زما د مایوسۍ څرگندولو غوسه کړیدي. زما خبرې چې په مایکروفون باندې خلکو واوریدی. زما د الفاطو هدف کوم خاص کس په نښه کول نه و."

په ډربن کې د پاکستان او جنوبي افریقا ترمنځ د کرکټ یوه ورځنۍ لوبه روانه وه. د پاکستان کپتان سرفراز هغه وخت وکټ کیپنگ کاوه او چې کله یې احساس کړه چې لوبه بیلونکي دي نو د جنوبي افریقا توپ وهونکي ته یې په اردو ژبه کې داسې یو څه وویل چې په ټولنیزو رسنیو خلکو د تعصب ډکه رویه وبلله.

په پاکستان کې د لوبو خبریالانو او ځینو پخوانیو لوبغاړو د دپاکستان د کپتان نه غوښتي و چې بخښنه دې وغواړي.

د سرفراز دغه خبرې په ټویټر په خو ساعتونو کې نه یواځې په پاکستان بلکه په ټوله نړۍ کې د کرکټ مینه والو واوریدی او په ټویټر یې سخت غبرگون څرگند کړ.

XS
SM
MD
LG