د لاس رسي وړ اتصالات

عزیز: پاکستان د سولې په برخه کې مرستې ته چمتو دی


ښاغلی سرتاج عزیز جمهور رئیس غني سره په اسلام آباد کې د روغبړ په حال کې
ښاغلی سرتاج عزیز جمهور رئیس غني سره په اسلام آباد کې د روغبړ په حال کې

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وایي چې پاکستان افغانستان سره د سولې د خبرو په برخه کې مرستې ته چمتو دی، خو دا افغانستان پورې اړه لري چې چا سره او چیرته خبرې کول غواړي.

سرتاج عزیز د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د خبرو وروسته افغان خبریالانو ته وویل چې د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو نه د پاکستان د ملاتړ په باب خبرې نورې زړې شوي دي.

ښاغلي عزیز وویل" مجبور کولای خو څوک نه شو خو فاسلیټیټ کولای شو مطلب دادی چې انیشیټیف خو افغانستان پخپله اخلي کنه چې په کومه طریقه خبرې کول غواړي او چا سره خبرې کوي په څه بیس باندې خبرې کوي دا د افغان حکومت فیصله ده".

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار د افغان حکومت د وسلوالو مخالفانو سره د خبرو د ځای په باب وویل چې خبرې هر چیرته کیدلی شي په ترکیه کې چین کې او یا هم په بل ځای کې .

ښاغلي عزیز اسلام اباد ته د افغانستان د جمهور رئیس سفر خورا مهم وګڼه هیله یې وښوده چې د ښاغلي غني ددغه سفر په ترڅ کې به د دواړو هیوادونو مشران په یولړ مسلو سره موافقې ته ورسیږي چې ورسره به د دواړو هیوادونو اړیکې هم پراخه شي.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار د پاکستان له پوځ له خوا د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د افغانستان په ځینو سرحدي سیمو د توغندیو د بریدونو په هکله هم وویل چې په دې مسله هم ددواړو خواو ترمنځ پرمختګ شوی دی.

ښاغلي عزیز وویل" هغه کې مونږ پوره خبرې اترې کړي ، تاسو وګورۍ هغې کې سټیانډینګ وپریټینګ پروسیجر ورته وایي چې په څه طریقه بارډر منجمنټ به کوو هغې باندې به هم سبا خبرې وشي".

د افغانستان جمهور رئیس اسلام ته د خپل سفر په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د مالیې د وزیر اسحاق ډار او د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مذهبي ډلې د مشر مولانا فضل الرحمان سره هم وکتل .

مولانا فضل الرحمان جمهور رئیس سره د خبرو وروسته یو شمیرهغو افغان خبریالانو ته چې جمهور رئیس غني سره په سفر کې ملګرتیا کوي وویل چې خبرې یې ښې وې.

مولانا فضل الرحمان وویل" د افغانستان داخلي امن او ددې د مستقبل په خواله باندې مونږ خپل دریځ لرو جمعیت علمای اسلام ته په افغانستان کې د داخلي امن جوړول اوله ترجیح ده. مونږ په افغانستان کې د خارجي قوتونو شتون ته جائز نه وایو او د هغه په ضد چې کوم دفاعي عمل روان دی هغه ته جائز وایوو خو بیا هم د افغانستان داخلي امن باندې اتفاق دی چې هغه ته لاره جوړه شي".

مولانا فضل الرحمان وویل چې ګوند یې په افغانستان او سیمه کې د هر هغه حرکت ملاتړ کوي چې سولې ټینګیدلو سره مرسته کوي.

ددغې کتنې دمخه د افغانستان جمهور رئیس د پاکستان د مالیې د وزیر اسحاق ډار سره هم وکتل.

د افغانستان د مالیې وزیر وایي چې دې دا ګڼي چې پاکستان افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې خپلو همکاریو زیاتیدلو نیت کړي دي.

XS
SM
MD
LG