د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي ښځو ته د موټر د چلولو اجازه ورکړه


د سعودي عربستان ولیعهد سلمان د دغه ملک ښځو ته اجازه ورکړه چې موټرواني وکړي.

د سعودي حکومت دغه اعلان د سه شنبې په ورځ کړیدی. په سعودي باندې په دې وجه ډیر سخت انتقادونه کیږي چې په دغه ملک کې د ښځو سره تبعیض کیږي.

ښځو ته د موټروانۍ اجازه یوه تاریخي پریکړه گڼل کیږي. ښځو ته د موټروانۍ د اجازې په موضوع د تیرو څو کلونو راهیسې بحثونه روان و.

د سعودي حکومت په دولتې ټیلویژن دغه اعلان وکړ او وی ویل چې د روان کال د جون د میاشتې نه به په دغه فیصله عمل شروع شي. د سعودي حکومت زیاته کړه چې دغه فیصله یې ځکه کړیده چې ښځو ته د موټروانۍ د اجازې د نه ورکولو په وجه د نړیوال انتقاد سره مخ و او هم په ملک کې دننه ډیرې مسلې پیدا شوي وي.

XS
SM
MD
LG