په قطر کې د فوټبال د ۲۰۲۲ د نړیوال جام په سیالیو کې نن سه شنبه نومبر ۲۲ (لیندۍ۱) د سعودي عربستان لوبډلې د ارجنټاین لوبډلې ته ۲-۱ ماتې ورکړه.
د سعودي له لوري د ارجنټاین لوبډلې ماتې د فوټبال ډېر مینه وال حیران کړي دي، ځکه چې د ارجنټاین لوبډله غښتلې ده، د لیونل میسي غوندې مشهور نړیوال ستوری لري، اکثریت لوبغاړي یې د اروپا په لیګونو کې لوبې کوي او د روان نړیوال جام د ګټلو مدعيهم بلل کېږي. د سعوديعربستان لوبډله بیا هومره غښتلې نه بلل کېږي.
د دغې لوبې په لسمه دقیقه کې لیونل میسي د پنالټي یو شوټ ګول کړ او د لوبې لومړۍ برخه یې تر ډېره کنترول کړې وه، خو سعودي عربستان په دویمه برخه کې متفاوته لوبه وکړه.
د سعودي عربستان لوبغاړي صالح الشهري په ۴۸ دقیقه کې او بل لوبغاړي سلیم الدوسري په ۵۳ دقیقه کې ګولونه ووهل او لوبه یې وګټله.
د سعودي عربستان ګول ساتونکي محمد العویس ښه لوبه وکړه او د ارجنټایني لوبغاړو د څو قوي بریدونو او شوټونو مخه یې ونیوله.
د فوټبال نړیوال جام د یکشنبې په ورځ پيل شوه، تېره ورځ په کې درې لوبې وشوې چې انګلنډ ایران ته ۶-۲ او هالنډ سنیګال ته ۱-۰ ماتې ورکړې او د متحدو ایالتونو او ویلز ترمنځ لوبه ۱-۱ مساوي شوه.