د بشري حقونو ډلو پر سعودي عربستان تور پورې کړی چې د هغه امریکايي وګړي پنځه خپلوان یې نیولي چې د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې یې د ولیعهد محمد بن سلمان په ګډون د شاهي کورنۍ پر ضد سوداګریزه حقوقي دعوه کړې ده.
په امریکا کې د "ازادۍ نوښت" په نوم د بشري حقونو بنسټ د سعودي د برخې مشر عبدالله علود وویل، دا پنځه بندیان د دوشنبې په ورځ جولای ۳۱ (زمري نهمه) د سعوديعربستان په پایتخت ریاض کې د جرمونو په ځانګړې محکمه کې، چې په ۲۰۰۸ کې د تروریزم د قضیو د محاکمې لپاره جوړه شوې وه، د لږې شیبې دپاره راڅرګند شول.
علود وویل، یو قاضي د ټولو پنځو کسانو نومونه ولوستل خو دا یې څرګنده نه کړه چې ایا پر دوی څه تور لګول شوی. محکمې ته د هغوی د بیا حاضرېدو دپاره نیټه هم نده ټاکل شوې.
د "ازادۍ نوښت" د سعودي عربستان دا اقدام غندلی او ویلي یې دي چې "د یوې شخصي، سوداګریزې شخړې په سر د خلکو په غیرعادلانه توګه توقیف کول" د سعودي د قضا لخوا "له واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه" ده.
د سعودي عربستان چارواکو د دې قضیې په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
دغه پنځه توقیف شوي کسان د ۱۵ کلن امریکایی تبعه راکان نادر الدوسري خپلوان دي. د هغه کورنۍ د نوموړي په استازیتوب د ۲۰۲۰ په جون کې د پخواني ولیعهد محمد بن نایف پر ضد په محکمه کې دعوه کړې وه.
د راکان پلار، سعودي سوداګر نادر ترکي الدوسري پر بن نایف او د سعودي عربستان پر ځینو ادارو تور لګولی چې د کارابین په سینټ لوشیا ټاپو کې د تیلو د استخراج د یوې پروژې اړوند د لسیزو زاړه قرارداد په عملي کولو کې پاتې راغلي.
په دې قضیه کې وروسته د ولیعهد محمد بن سلمان نوم هم شامل شو. نوموړی تورن شوی چې بن نایف یې په کور کې نظربند کړی او د هغه شتمنۍ یې ضبط کړي دي، او له کبله یې بن نایف د خپلو قراردادي مکلفیتونو په پوره کولو کې پاتې راغلی.
د متحده ایالاتو محکمو دا دعوه رد کړې، خو بیا هم د "ازادۍ نوښت" بنسټ په ګډون د بشري حقونو درې سازمانونه وايي، سعودي چارواکو د دې کال په پیل کې د راکان خپلوان په ظاهره د "غچ اخیستنې" په توګه توقیف کړي دي.
ددغه بنسټ په بیان کې راغلي: "درې سازمانونه د بایډن پر ادارې غږ کوي چې د الدوسري د کورنۍ د غړو د خوشې کیدو غوښتنه وکړي او د دوی ځورونه پای ته ورسوي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې قضیې د جزیاتو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
خو د امریکا ولسمشر جو بایډن ته د راکان د یو لیک په ځواب کې، د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي وویل چې واشنګټن به "د سعودي حکومت وهڅوي چې ستاسو پر نیول شویو خپلوانو د لګیدلو تورونو په اړه شفافیت وښيي."
د بهرنیو چارو وزارت په ځوابي بیان کې ویل شوي: "موږ د سعودي حکومت سره په مکرر ډول د بین المللي فشار اچولو د شکمنو کړنو په اړه اندیښنې راپورته کړي او ستاسو د قضیې په اړه به د سعودي مرکچيانو سره په مناسبه توګه بحث وکړو."
فورم \ دبحث خونه