د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي‌ عربستان یوه شهزادګۍ له زندان څخه خوشې شوه 


سمة بنت سعود بن عبد العزيز آل سعود په ۲۰۱۹ کې ونیول شوه
سمة بنت سعود بن عبد العزيز آل سعود په ۲۰۱۹ کې ونیول شوه

د سعودي عربستان د یوې شهزادګۍ بسمة بنت سعود بن عبد العزيز آل سعود حقوقي مشاور وايي چې شهزادګۍ تېره ورځ جنوري اتمه (مرغومې۱۸) له درې کاله بند وروسته ازاده شوې ده.

بسمة له خپلې لورې سره په ۲۰۱۹ کې ونیول شوه او اوس دواړه خوشې شوي دي.

د هغې حقوقي مشاور هېنري استرامنټ ویلي دي چې دوې دواړه اوس په جده کې خپل کور ته رسېدلي‌ دي.

هغه وویل: «شهزادګۍ ښه ده خو بیا به هم طبي مشورې ترلاسه کوي. هغه څه نا څه ستړې ښکاري خو روحیه یې عالي ده او خوشحاله ده چې له خپل زوی سره بېرته یو ځای شوه.»

د هغې د نیول کېدو او بندي کېدو اصلي علت لا معلوم نه دی. د رویټرز خبري اژانس وایي چې د سعودي‌ عربستان د حکومت د رسنیو دفتر یې هم په اړه له تبصرې ډډه وکړه.

سعودي حکومتي چارواکو هم د دې قضیې په اړه په ښکاره کومه تبصره نه ده کړې.‌

خو ویل کیږي چې شهزادګۍبسمةله ښځو سره د سعودي عربستان د واکمنانو په چال چلند انتقادونه کول او ګمان کیږي‌ چې همدا انتقادونه یې د نیول کېدو او بندی کېدو لامل شوي. رویټرز اژانس وايي چې دا ادعا تائیدولای نشي.

نوموړې په ۲۰۲۰ کې په خپلو ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې له یو کال راهېسې په مرکز ریاض کې ساتل کېږي او ناروغه ده.

بسمةد پخواني پاچا سعود د کورنۍ ځوانه لور ده. هغه د ۲۰۱۹ د فبرورۍ په میاشت کې د درملنې لپاره بهر ته د سفر تابیا کوله چې ونیول شوه.

د هغې یو نژدې خپلوان ویلي چې هغه د یو جعلي پاسپورټ په جوړولو تورنه وه، خو وروسته بیا په هغې باندې دا لګول شوی تور لېر شو. هغه وايي‌ چې د «الحائر» په زندان کې ساتل کېدله.

XS
SM
MD
LG