د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي په یو کال کې له ۱۰۰ کسانو نه سرونه غوڅ کړي


په سعودي کې، د قتل، وسله والې غلا، نشه يي توکو د قاچاقو او ارتداد سزاوې، اعدام دی.
په سعودي کې، د قتل، وسله والې غلا، نشه يي توکو د قاچاقو او ارتداد سزاوې، اعدام دی.

د سعودي چارواکو د دوشنبې په ورځ د نشه یی توکو په قاچاقو له یو محکوم سوریايي څخه سر پرې کړ او په دې سره په دغه هېواد کې په روان کې کال د اعدام شویو کسانو شمېر ۱۰۰ ته ورسېد.

د سعودي رسمي خبري اژانس د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې ویل شوي "اعدام شوي سوریايي اسماعیل التوم سعودي ته ممنوع کړل شوي، نشه يي توکي قاچاق کړي وو."

له دغه کس نه د سعودي په شمالي ښار جوف کې سر غوڅ شو.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې په سعودي کې د نشه یي توکو د قاچاقو او قتل سزاوې اعدام دی.

خو، په لندن کې مېشت د بخښنې نړیوال سازمان د محکومو کسانو اعدامول قصدي او عمدي وژنې ته ورته بللي او ویلي دي چې دا کار د نړیوالو قوانینو خلاف دی.

دغه سازمان وايي چې د سعودي قضايي ځواک له نړیوالو نورمونو سرغړونه کوي.

د سعودي د شاهي حکومت اسلامي شریعت د قوانینو له مخې د نشه يي توکو، قتل، وسله والې غلا او له اسلام څخه بل دین او مذهب ته د اوښتو سزاوې، اعدام دی.

سعودي په ۲۰۱۴ کال د بېلا بېلو جرمونو په تور ۸۷ کسان اعدام کړي وو او په دې سره په نړۍ کې د هغو هېوادونو په کتار کې په درېیم راغلی و چې مجرمین اعدام کوي.

XS
SM
MD
LG