د لاس رسي وړ اتصالات

دوه سعودي همجنسبازان په اسټرالیا کې توقیف شوي


په سعودي کې د همجنسبازۍ سزا مرگ ده
په سعودي کې د همجنسبازۍ سزا مرگ ده

د سعودي عربستان سره تعلق لرونکي دوه خبریالان وایي حکومتي چارواکو د هغوي د مینې تعلق لدې کبله څرگند کړیدی چې پدغو کسانو کې یو د نړیوالو رسنیو سره کار کاوه.

دغه دواړه خبریالان اوس په اسټرالیا کې د پناه په یو مرکز کې په توقیف کې دي.

د دغه کسانو وکیل رویټرز ته وویل چې پدغو کې یو خبریال د سعودي رسنیو، د سي این این او د بي بي سي سره کار کړیدی.

دغه دواړه کسان هغه وخت په اسټرالیا کې پولیسو توقیف کړل چې دغه ملک ته د پناه اخیستلو په نیت ورسیدل.

نیول شوي خبریال د توقیفخانې نه د رویټرز سره په ټيلفون په یوې مرکې کې وویل چې د سعودي دولتي امنیتي ادارې د هغوي کورنۍ د هغوي د مینې د تعلق په اړه خبر کړې. د یادونې وړ ده چې په سعودي عربستان کې همجنسبازي جنایت دی چې سزا یې مرگ ده.

دغه خبریال او د هغه وکیل علیسن بیټيسن رویټرز ته وویل چې دواړه کسان چې د سیل په ویزو اسټرالیا ته روارسیدل نو هلته ترینه پولیسو دا پوښتنه وکړه چې آیا هغوي د پناه غوښتلو په هدف راغلي دي؟ کله چې دوي امنیتي ساتونکو ته وویل چې همدغه هدف لري نو هغوي توقیفخانې ته واستول شول.

دغه خبریالان یو ٣٥ کلن او بل ۴٦ کلن دي.

د اسټرالیا حکومت وایي چې هغوي د هر یو پناه غوښتونکي قضیې ته بیل بیل کتنه کوي او د تحقیقاتو پوره کولو نه وروسته به هغوي ته د پناه ورکولو او یا نه ورکولو پریکړه کوي.

XS
SM
MD
LG