د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي عربستان نظامي مشران د یمن د جگړې له امله بدل شول


د سعودي عربستان د قواو لوی درستیز برید جنرال عبدالرحمن بن صالح په ٢٠١٥ کال کې د می په ٢٣- مه د مصر په پلازمینه قاهره کې لیدل کېږي.
د سعودي عربستان د قواو لوی درستیز برید جنرال عبدالرحمن بن صالح په ٢٠١٥ کال کې د می په ٢٣- مه د مصر په پلازمینه قاهره کې لیدل کېږي.

د سعودی عربستان باچا سلمان دهېواد په جگپوړیو پوځي مشرانو کې دسه شنبی په ورځ بدلون راوستی دی. داسې ښکاري چې ددې بدلون ستره موخه ددفاع وزارت و اوعلت ېې د یمن په جگړه کې نه پرمختگ گڼل شوی دی.

سعودی عربستان د خپل پوځ د لویودرستیزانو رئیس او ددفاع په وزارت کې نور چارواکي د سه شنبی په ورځ تبدیل کړل او دهغوی پرځای ېې نوي پوځي منصبداران مقرر کړل. په دغه بدلون کې ځوان چارواکي د اقتصاد او امنیت په څانگو کې گمارل شویدی. د وزارت په نویو مرستیالانو کې یوه ښځه هم شامله ده.

په سعودي عربستان کې د ښځو لپاره یوشمیر ازادۍ ورکړل شوې دي او په نور و غور روان دی. په ټولنه کې دبدلون اواصلاحاتو د راوستلو په ترڅ کې دا کوشش روان دی چی ښځو ته د کار په ځای کې نقش ورکړل شي.

دغه بدلونونه د سعودي عربستان د یولړ پاچهی فرمانو نو د صادرولو په ترڅ کې وشول او ددولتی تلویزیون له خوانه خپاره شول. په دی نویو بدلونونو کې د سعودي عربستان د قواو لوی درستیز جنرال عبدالرحمن بن صالح البنیان تقاعد سو او دهغه پرځای لومړی برید جنرال فایض بن حامد الروالي وټاکل شو.

په سعودي عربستان کې اصلاحات
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

د وسله قواو لوی درستیز برید جنرال عبدالرحمن وویل: قاطع توپان نړۍ ته داثابته کړله چې سعودی عربستان او ایتلاف غواړي یمن په عربي نړۍ کې امنیت اوثبات ولري. خو دملېشو اهداف چی بهرنۍ قواوې ېې ملاتړ کوی غواړی سیمه او یمن بې ثباته کړی چی ددغو سخت دریځو تر کنترول لاندې راشي.

زیات شمیر نورجگپوړي چارواکې په پوځ کې د دفاع د وزارت له خوانه وټاکل شول.

د تبدیلیو په دې لړ کې د اقتصاد او امنیت په څانگو او نورو ا ړوندو وزارتونو کې هم یوشمیر نوي کسان ټاکل شوېدي. یو څو نوي ښارواالان هم ټاکل شوېدی.

دوزارتونو په مرستیالانو کې ېوه ښځه تامدور بنت یوسف الرمحه ده چی د کار دوزارت د مرستیالی په توگه ټاکل شوېده. په دغه محافظه کار هېواد دا ډیرنادر کاردی چی ېوه ښځه دومره لوړې چوکۍ ته وټاکل شی.

د نویو ټاکنو په دې فرمان کې د والیانو درې مرستیال والیان هم ټاکل شوېدی . په دې کې د شهزاده احمد طلال بن مقرن ورونه چی دباچا سلمان ورونه کیږی هم شامل دي.

په هغوی کې یوشمیر کسانو داسی فکر کاوه چې ښايی دوی له هغه وخت راهیسی له نظره غورځېدلي وي چې باچا سلمان په ٢٠١٥ کی باچاشو.

په سعودی عربستان کې ښځو ته داول ځل لپاره څه موده مخکی اجازه ورکړل شوله چې د فوټبال لوبغالي ته ورشی او لوبې وگوری.

د فبروری په میاشت کې د ریاض په ښار کې ښځې لوبغالي ته ورغلی. د منځنی ښوونځی معلمی نور دې پوښتنی ته چې دې ازادۍ ته په کوم نظر گوري داسی وویل: ددې معنی داده چی زه انسانه یم. پکارده هېڅوک ددې مخه ونه نسیی چی زه څه غواړم. بل څوک دافیصله ونکړی چی زه څه غواړم. پکارده زه دافیصلی وکړم"

یوه بله ښځه چی نوم نه ښیي او د فوټبال ملاتړې ده داسی وايي: زه ډیره خوشاله یمه ځکه زما په نظر د نارینه او ښځې ترمنځ توپیر نشته دی، نوزه فکر کوه چی داښه کار دی.

میرمن ملیحه چی د ښځود حقوقو فعاله ده، دې پوښتنی ته چې کله ته موټر وچلولی شې نو څه احساس به وکړې داسی ځواب ورکړ : زه به ډیره خوشاله شمه خو زه به ډیره خواشینی هم یمه. په نورو هېوادونو کې له اتلس کلنی نه وروسته هرڅوک موټر چلولی شي خو ماباید تر ٦٣ کلنی پورې انتظار کړی وای داماه ځوروي.

په سعودی عربستان کې دانوي بدلونونه د ٣٢ - کلن شهزاده محمد بن سلمان چې د سعود ولیعهد دی راوستي دي. دهغه پلار سلمان بن عبدالعزیر د باچا عبدالله له مړینی نه وروسته په ٢٠١٥ کال کې باچا شو. شهزاده محمد بن سلمان له هماغه وخت راهیسی داقتصادی او ټولنیزو بدلونو لپاره ډیر زیات کار کوی.،

دسعودی یو تحلیل گر په دولتی تلویزیون کې وویل چی دغه نوي بدلونونه چی ځوان قوماندانان د پوځ په لوړو مقامونو کې وگمارل شي ددې لپاره دي چی ځايی حکومت ته نوې وینه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG