د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل او فلسطین شخړه ښايي ژر پای ته ونه رسېږي - امریکايي دیپلومات


غزه کې د اسرائیل هوايي بریدونو ودانۍ نړولي دي.
غزه کې د اسرائیل هوايي بریدونو ودانۍ نړولي دي.

پخوانی امریکايي ډیپلوماټ او په واشنګټن کې د منځني ختیځ په انسټیټیوټ کې د عربي هیوادونو د چارو څېړونکی جیرالډ فریسټاین وايي چې د اسرائیل او فلسطینیانو تر منځ روانه جګړه د کلونو سیمه ییزو سیالیو زېږنده ده او ښايي ژر پای ته ونه رسیږي.

فریسټاین له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "په لنډ مهال کې به موږ د اسرائیلو لخوا پیاوړی غبرګون وګورو. موږ به په غزه کې زیاته ویجاړي وګورو او همدا اوس د غزې او اسرائیل پر پوله د همداسې یو حالت شاهدان یو."

د منځني ختیځ دغه کارپوه وايي، روانه جګړه د اسرائیل او ایران ترمنځ د لانجې سره تړاو لري او وايي چې د منځني ختیځ نور هېوادونه بیا جلا دریځ لري.

هغه وویل: "سعودي عرب او متحده عربي امارات له حماس ملاتړ نکوي. ځکه دوی حماس ته د اخوان المسلمین د یوې ښاخې په سترګه ګوري. خو اوس حماس د ایران او ان د حزب الله سره ځان غوټه کړی. دا کار به د حماس پر وړاندې د سعودي عربستان او د متحدو عربي اماراتو نظر لا پسې سخت کړي."

فریسټاین وايي، نړیواله ټولنه به د یو ډول اوربند په اړه فشارونو ته دوام ورکړي. هغه زیاتوي: "مصریان به پدغه اړه هڅه کوي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به هم کوښښ وکړي. خو ماته ښکاري چې روان تاوتریخوالي به تر یو څه وخت پورې دوام وکړي."

فریسټاین وايي، یواځنی حل سیاسي خبرې اتري دي، د هغه په وینا، داسې خبرې اترې چې د اسرائیل او فلسطینیانو ستونزه په بنسټیزه توګه حل کړي.

له جیرالډ فریسټاین سره مرکه دلته وګورئ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG