د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي اول ځل یوې ښځې ته لوړ دولتي مقام ورکړ


Saudi women with trump
Saudi women with trump

په سعودي عربستان کې یوه ښځه د لومړني ځل لپاره په یو لوړپوړي حکومتي مقام ټاکل شویده. د سعودي حکومت دغه فیصله ښځو ته د گاړي د چلولو د اجازې د ورکولو یوه ورځ وروسته وکړه.

د سعودي عربستان حکومت کوښښ کوي چې په نړۍ کې خپل تصویر سم کړي.

سعودي عربستان چې د اسلام د دین کور گڼل کیږي، په دې وجه د نړیوالو د سخت انتقاد سره مخ و چې د نړۍ یواځېنې ملک و چې ښځو پکې د موټر د چلولو اجازه نه لرله. د بشري حقوقو فعالینو د سعودي دغه عمل د ښځو سره تبعیض بللو او د سعودي د حکومت نه یې غوښتل چې دغه ډول قوانین ختم کړي.

د سعودي ولیعهد سلمان چې کله ښځو ته د موټروانۍ اجازه ورکړه ، د هغې نه ٢۴ ساعته وروسته حکومت اعلان وکړ چې یوه ښځه یې د الخبار د والي د مرستیالې په توگه وټاکله.

د سعودي د کلتور او اطلاعاتو وزارت په یوې اعلامیې کې د خپلې فیصلې په هکله لیکلې دي چې دغه ښځه چې ایمان الغامیدي نومیږي، ته یې دغه دنده ځکه سپارلې ده چې غواړي ښځو ته هم په مشرتابه کې برخه ورکړي.

په سعودي عربستان کې ښځو د موټر د چلولو د اجازې فیصله ولمانځله او گڼ شمیر ښځو په سړکونو موټرواني وکړه. تر اوسه پورې حکومت لا ښځو ته د موټروانۍ لائیسنسونه نه دي ورکړي او وایي چې دغه به د نهو میاشتو په مودې کې ورکړی شي.

XS
SM
MD
LG