د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي کې ښځو ته د محرم نه پرته د سفر اجازه


د سعودي عربستان حکومت وایي چې سږ کال به سعودي ښځو ته اجازه ورکړي چې د محرم نه پرته د ملک نه د باندې سفر وکړي

د سعودي دوو حکومتي چارواکو دغه خبره تائید کړیده چې حکومت به د روان کال په اخیره کې دغه اعلان وکړي چې ښځې د محرم پرته د ملک نه د باندې سفر کولی شي.

په سعودي عربستان کې دا قانون دی چې ښځه به سفر خامخا د ٢١ کلن محرم نارینه سره یو ځاې کوي او د نارینه نه پرته هغه چیرته نه شي تللی. د دغې قانون د ختمولو لپاره حکومت یو هیت ټاکلی دی چې هغوي به په دغه قانون کې تعدیل راولي.

سعودي عربستان چې یو محافظه کاره هیواد دی، د ښځو د یواځې سفر دغه پریکړه به د بشري حقونو په لړ کې یوه کامیابي وي. د بشري حقونو فعالین د ډیرې مودې نه د دغه قانون د ختمولو لپاره کار کوي.

د سعودي عربستان دغه پریکړه به په دغه ملک کې په ښځو د نارینوو د واک د راکمیدو سره مرسته وکړي.​

XS
SM
MD
LG