د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او سعودي د اویغور مسلمانانو په اړه د چین د تګلارې ننګه وکړه


پر چین تور دی چې هلته له اقلیت اویغور مسلمانانو سره ښه چلند نکوي
پر چین تور دی چې هلته له اقلیت اویغور مسلمانانو سره ښه چلند نکوي

په ملګرو ملتونو کې د ۳۷ هېوادونو سفیرانو د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ته په یو استول شوي لیک کې چین ستایلی چې د اقلیتونو د بشري حقونو د ساتلو لپاره کار کوي.

په دغه ګډ لیګ کې چې د پاکستان د سفیر په ګډون لسګونو نورو سفیرانو لاسلیک کړی دی، د شین جیانګ په ایالت کې یې د افراطیت پر ضد د چین هلې ځلې ستایلي دي.

په لیک کې ویل شوي دي چې پدې سیمه کې د اویغور مسلمانانو په ګډون د نورو اقلیتونو اساسي حقونه په بشپړ ډول ساتل شوي دي.

دغو سفیرانو چین په دې هم ستایلی دی چې دپلوماتانو او خبریالانو ته یې بلنه ورکړې ده چې په شین جیانګ کې د اویغور مسلمانانو حال له نژدې وویني. دوی وایي په ځینو لویدیځو رسنیو کې د اویغور مسلمانانو په اړه ورکړل شوي راپورونه له حقیقت سره سر نخوري.

د سفیرانو په دغه لیګ کې له نورو هېوادونو غوښتل شوي دي چې په دې اړه د نا دقیقو معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي.

په ژینو کې د پاکستان، سعودي عربستان، مصر، کیوبا، الجزایر، متحده عربو اماراتو، قطر، ناجریا، افریقا او د ځینو نورو هېوادونو سفیرانو دا لیک لاسیلیک کړی دی.

تر دې مخکې ۲۲ لویدیځو هیوادونو له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې په چین کې د اویغور مسلمانو د نیولو او ځورونې د بندلو لپاره د چین پر دولت فشار راوړي، خو بیجینګ دغه کار د چین په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په خپل راپور کې په ډله ایزه توګه د اویغور مسلمانانو د نیولو د کمپاین یادونه کړې وه.

په رپورټ کې ویل شوي وو چې چینايي مامورینو د ٨٠٠٠٠٠ او ان تر دوو میلیون پورې اویغور، قزاق او نور مسلمانان نیولي او د جبري کار کمپونو ته یې لیږلي چې د دوي د "مذهبي او نژادي" هویت د ختمولو کوښښونه کیږي.

XS
SM
MD
LG