د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ د نښتو په دوام، د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي د شنبې په ورځ (اکتوبر ۱۷) ویلي دي چې حکومت به یې د خپل متحد سعودي عربستان د دفاع لپاره هر اقدام وکړي.
السیسي، د سعودي عربستان پادشاه ملک سلمان او د هغه هیواد شهزاده محمد بن سلمان ته په خطاب کې وویل، هیواد یې د سعودي عربستان د دفاع لپاره هر کار ته چمتو دی.
د مصر ولسمشر زیاته کړې ده چې د اړتیا په صورت کې به یوه بیړنۍ غونډه جوړه کړي څو ددې ډول اقدام د ترسره کولو جواز ترلاسه کړي.
د مصر ولسمشر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د یمن حوثیانو ویلي د سعودي عربستان په یوه برید کې درې ماشومان وژل شوي او په لس ګونه نور ټپیان شوي دي.
سعودي عربستان ددغه راپور د خپریدو تر وخته د یمن د حوثیانو ددې ادعا په اړه څه ندي ویلي.
د یمن حوثیان چې د ایران ملاتړ له ځان سره لري، ویلي دي چې دا پیښه د یاد هیواد په ذمار ولایت کې شوې چې له مله یې یو اته کلن ماشوم او دوه نور ماشومان چې لس کاله یې عمر درلود، وژل شوي دي.
په ورته وخت کې، یمني پولیسو ویلي چې د جمعې په ماښام د عدن په بندري ښار کې پر هوایي ډګر دوه توغندیې لګېدلي دي.
د عدن پولیسو په دې برید کې د حوثي اورپکو لاس ښکی ګڼلې چې دا په لسو ورځو کې پر هوایي ډګر دوهم دا ډول برید دی.
په نورو خبرونو کې، په یمن کې حوثي وسله والو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی ۱۵۹ جنګي بندیان خوشې کړي دي چې د وروستیو نښتو پرمهال نیول شوي وو.
اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې د بندیانو خوشې کول د سره صلیب د نړیوالې کمیټې سره په همغږۍ ترسره شوي، دا هغه اداره ده چې له بندیانو سره یې د طبي معایناتو او خپلو پلرنیو سیمو ته د سفر په ګډون مرسته کړې ده.
فورم \ دبحث خونه