د لاس رسي وړ اتصالات

ښځینه ورزشکارې په سعودي کې دودیزې انگیرنې ماتوي


په سعودي عربستان کې د فوټبال ښځینه ټیمونه هم شته او ددې هیواد لوبغاړي سارا عطار د ځغاستې په ورزش کې د لندن د ٢٠١٢ کال د المپیک په لوبو کې گډون کړی و.
په سعودي عربستان کې د فوټبال ښځینه ټیمونه هم شته او ددې هیواد لوبغاړي سارا عطار د ځغاستې په ورزش کې د لندن د ٢٠١٢ کال د المپیک په لوبو کې گډون کړی و.

سعودي عربستان په منځني ختیځ کې د بنسټونو او د ټولنیزو آسانتیاو له درکه د نړۍ د اکثرو عصري هیوادونو څخه دی. خو فعالین وایي چې د ښځو د حقونو په برخه کې دغه شاهي دولت اوږده لار په مخ کې لري.

د جدې په ښار کې د سعودي د ښځینه باسکتبالرانو یوه ډله وایي چې د ورزشي او روغتیایي موضوعگانو په یوځای کولو سره ښځې او نجونې دې ته هڅوي چې له کورونو ووځي او په ټولنیر ژوند کې ونډه واخلي او له دې زیات نور د ټولنې د خاموشه قشر په توگه ژوند ونه کړي.

د جدې د ښځو د باسکتبال د اتحاد ټیم غړې په سپینو اوږدو ورزشي کالیو او ټکري کې مالیزیا ته د یوې نمایشي لوبې لپاره تللي دي. مقامات وایي د سعودي ښځینه لوبغاړې په نړیوالو لوبو کې په گډون سره خپل او د هغو هیوادونو لید لورې پراخوي چې په دغو لوبو کې گډون کوي.

د جدې د اتحاد کلپ رئیسه لینا المینا وایي چې ددې ټیم غړو په متحده ایالاتو، مالیزیا، اردن او عربي متحده اماراتو کې سیالۍ کړې دي. هغه وایي د ورزش د پراخولو او د ښځو د ورزش په هکله د ناسمو انگیرنو د له مینځه وړلو په خاطر ددې ټیم غړې په سعودي عربستان او د نړۍ په کچه په لوبو کې گډون کوي.

د سعودي باسکتبالرو نجونو په یوه ورزشي لوبه کې چې د معیبو نجونو او هلکانو ترمنځ د جدې په ښار کې جوړه شوی وه گډون کړی و، دوی د ورزش او په ځانگړې توگه د باسکټبال سره د سعودي د نجونو ښځینه لوبغاړو د زیاتې مینې او علاقې کیسې کوي او ادعا کوي چې په سعودي کې همدا اوس زیات شمیر نجونې او ښځې په ورزشي کلپونو کې غړیتوب ته انتظار باسي.

د یادونې وړ دي چې په سعودي عربستان کې د فوټبال ښځینه ټیمونه هم شته دی. ددې هیواد یوې لوبغاړي سارا عطار د ځغاستې په ورزش کې د ٢٠١٢ کال د لندن د المپیک په لوبو کې گډون کړی و.

سارا عطار د ځغاستې په ورزش کې د ٢٠١٢ کال د لندن د المپیک په لوبو کې گډون کړی و
سارا عطار د ځغاستې په ورزش کې د ٢٠١٢ کال د لندن د المپیک په لوبو کې گډون کړی و

یوه سعودي ورزشکاره نور، وایي چې په سعودي عربستان کې د ناسمو انگیرنو له مینځه وړل ددې جوگه نه دي چې ټول سرحدونه دې مات کړای شي، بلکې د هغې په وینا سرحدونه باید شا ته وتمبول شي.

په سعودي عربستان کې په ښځینه ورزشي سیالیو کې نارینه گډون نه کوي او ورزشکارانې یواځې هغه وخت چې ټول بدن یې په ورزشي کالیو پخول شوی وي کمرو د فلم اخیستنې اجازه ورکوي. خو ددې سره سره د آغلې نور په وینا خلک د ښځو ورزش صلاح نه گني.

هغه وایي " دا کار د قانون او دین سره په تضاد کې نه دی. یواځې د یو شمیر خلکو شخصي باورونه دي چې پر نورو یې مني. نو، هوکې، هماغسې چې د نورو شیانو په هکله نرمي ښي د ورزش په هکله هم باید پراخ نظر ولري."

د سعودي عربستان د ښځو د فټبال د ټیم غړې د تمرین پر وخت
د سعودي عربستان د ښځو د فټبال د ټیم غړې د تمرین پر وخت

لوبغاړې وایي چې په سعودي عربستان کې د ښځو د حقونو په هکله په وروستیو کلونو کې مثبت بدلونونه رامنځ ته شوي دي. خو بیا هم د هغوی په وینا د ښځو د موټر چلولو په شان زیات شمیر بنسټیزې آزادۍ له پامه غورځول شوي دي.

تیر کال ښځو په سعودي کې د لومړي ځل لپاره په رایه اچولو کې برخه واخیستله او محلي ادارې ته یې شل میرمنې وټاکلې. ښځینه لوبغاړې وایي د دوی په باور د سیاست په څیر ښځینه ورزش ښایي په عام ډول ومنل شي.

XS
SM
MD
LG