د لاس رسي وړ اتصالات

هرو سلو افغان ماشومانو کې اوه تر پنځه کلنۍ مخکې مري- راپور


سیف د چلډرن د پنجشنبې په ورځ دا راپور خپور کړی دی
سیف د چلډرن د پنجشنبې په ورځ دا راپور خپور کړی دی

د سایف د چلډرن په خپل کلني راپور کې راپور کې وايي چې د نړۍ سم نیمايي ماشومان له جنګ، فقر او جنسي تهدیدونو سره مخامخ دي.

په دغه راپور کې همدغه راز د افغانستان د ماشومانو حالت هم مخ په خرابېدو ښودل شوی دی. راپور وايي چې په افغانستان کې په هرو ۱۰۰ ماشومانو کې یې اوه پنځه کلنۍ ته تر رسېدو مخکې مري، ۴۰ په سلو کې یې له ناسمې ودې کړیږي او څه باندې ۳.۵ میلیون نور یې له تعلیم څخه محروم دي.

راپور وايي د افغانستان، یمن، سومالیا او جنوبي سوډان په ګډون د نړۍ په ۲۰ هېوادونو ۱۵۳ میلیونه ماشومان درانده کارونه کوي، له تعلیم محروم دي او په کم عمر کې ودیږي.​

په افغانستان کې د سایف د چلډرن څانګه وايي افغانستان د نړۍ د هغو ۱۶ هیوادونو په ډله کې شامل دی، چې ماشومان په کې د ډیرو ستونزو سرمخامخ دي.

د جون لومړۍ نیټه په نړۍ کې د ماشومانو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي. سیف د چلډرن دا راپورد پنجشنبې په ورځ (مۍ۳۱) خپور کړی دی.

راپور وايي چې په تیرو ۱۵ کلونو کې د ماشومانو د وضعیت په برخه کې د شویو پرمختګونو وروسته اوس په دغه هیواد کې د افغان ماشومانو لپاره وضعیت مخ په خرابیدو دی.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ د ادارې ویانده مریم عطائي وايي "د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی. مونږ له ډېرو بدو هیوادونو چې وضعیت پکې د ماشومانو لپاره ښه ندی بدتر یو".

سیف د چلډرن په افغانستان کې د ماشومانو د ښه راتلوونکي لپاره پر ماشومانو د پانګونې غوښتنه کوي. دا مؤسسه وايي، چې په ۲۰۱۸ کې ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې د ماشومانو لپاره ۴۳۰ ملیونه امریکايي ډالر بشري مرسته غوښتې، خو د دغې مرستې یوازې دیرش په سلو کې یې نړیوالې ټولنې برابره کړې ده.

دې مؤسسې د افغانستان له پارلمان غوښتي، چې د ماشومانو د حقوقو نه د ملاتړ قانون دې تصویب کړي. سیف د چلډرن ددې راپور په تړاوو حکومت څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG