د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې دیني عالمان ماشومانو ته د پولیو په واکسین ټینګار کوي


د فراه ولایت یو شمير دیني عالمان وایي، د اسلام دین، له پښو لوېدلي ټولنه او انسانان نه غواړي، خو ځینې ناروغۍ او ټولنیزې ننګونې دي چې انسانان له فلج او معلولیت سره مخ کوي.

د فراه دیني عالم امیر محمد ایوبي وایي، ګوزڼ ناروغۍ تل پاتي معلولیت رامنځته کوي او په ټولو مسلمانانو فرض دی، چې خپل ماشومانو د پولیو واکسین په مټ لهګوزڼ ناروغۍ څخه وژغوري.

هغه وویل"موږ چې له پښو لوېدلي ټولنه ولرو ښه دی او که یا هم روغه؟ خو خداي پاک له پښو لوېدلي ټولنه نه خوښوي. ددې ناوړه ناروغۍ مخنئوۍ د پولیو واکسین په مټ د اسلامې شرعیت له مخې هیڅ کومه ستونزه نلري. موږ له ټولو فراهیانو او مسلمانو څځه غواړو چې د پولیو واکسین څخه په ګتني سره خپل ماشومان د ګوزڼ له ناروغۍ څخه وزغوري".

د فراه ولایت قومي مشران هم په ټولنه کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره ماشومانو ته د پولیو واکسین پر ورکولو ټینګار کوي.

د فراه ولایت یو تن قومي مشر استاد حمیدالله خان وایي، په ګوزڼ اخته شوی کس د تل لپاره کړیږي، نوپکار ده چې د واکسین د هرکمپاین پر مهال خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد دوه څاڅکې واکسین ورکړي.

ده وویل"ګوزڼ هغه خطرناکه ناروغې ده چې انسان د تل پاتي معلولیت سره مخ کوي. نو د ټولو مشرانو، سپین ږیرو، علماوکرامو او درنو کورنیو څخه زما غوښتنه داده چې، خپل ماشومان د پولیو واکسین په مرسته ددغه ناوړه ناروغۍ څخه وژغوري".

د فراه د عامې روغتیا رئیس وایي، چې ګوزڼ نارغۍ تل پاتي معلولیت رامنځته کوي او تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو تطبیق د ګوزڼ ناروغۍ مخه نیولی شي.

هغه وویل"ګوزڼ تل پاتي معلولیت رامنځته کوي، داسې معلولیت چې درملنه یې ناشوني ده، خو پولیو واکسین د تل لپاه ددغه ناروغۍ مخنیوۍ کوي، نو اړیڼه ده چې ټولو تر پنځو کلونو ښکته ماشومان هر ځل واکسین کړای شي".

که څه هم د ګوزن یا فلج ناروغې په نړۍ کې له منځه تللې ده، خو د افغانستان او پاکستان په ځینو او ولایتونو کې لا هم د ځینو ننګونو پر بنسټ د پولیو واکسین د نه تطبیق له امله، کله نا کله د ګوزڼ ناروغۍ مثبتي پیښې رامنځته کیږي.

XS
SM
MD
LG