د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: د روسیې بریدونو ۴.۵ میلیون انسانان په تیارو کې ډوب کړي


د روسیې او اوکراین جګړه
د روسیې او اوکراین جګړه

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وايي چې د دغه هېواد د انرژۍ په تاسیساتو باندې د روسیې بریدونو په ۴.۵ میلیون خلکو باندې برېښنا پرې کړې ده او هغوی یې په تیارو کې کینولي دي.

ښاغلي زیلینسکي وویل چې د انرژۍ ترهګرۍ ته د روسیې مخه کول د دغه هېواد کمزورتیا په ګوته کوي. هغه وویل: «هغوی د جګړې په ډګر کې اوکراین ته ماتې نشي ورکولای او له همدې کبله هڅه کوي چې زموږ خلک [په دې ډول] مات کړي.»

روسیې په تېرو څو ورځو کې د اوکراین د انرژۍ په تاسیساتو باندې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د انفجار بریدونه کوي او تر دې دمه د چارواکو په وینا د اوکراین د انرژۍ یوه په درېیمه برخه تاسیسات یې زیانمن کړي‌ دي.

د اوکراین حکومت له خپلو خلکو غوښتي دي چې د امکان تر حده انرژي سپما کړي.

په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک د نړۍ د اوو سترو اقتصادونو [جي۷] تر غونډې مخکې وویل چې په ژمي کې به د اوکراین لپاره برېښنا تولیدونکي جنراتورونه، بخارۍ او نور ضروري وسائیل برابر کړي.

بل لوري ته د ملګرو ملتونو له منځګړتوب وروسته، د اوکراین په غلو دانو بار اووه بېړۍ د تورې بحیرې په لارې ترکیې ته روانې شوې. روسیه وايي لا یې پرېکړه نه ده کړې چې له دې لارې د غله جاتو د انتقال دا بهیر د نومبر له ۱۹ اخوا هم وغځوي که نه.

د ملګرو ملتونو مذاکره کوونکې ربیکا ګرینسپان په ژینو کې خبریالانو ته وویل چې هیله لري دواړه هېوادونه دا تړون وغځوي.

روسیې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین باندې یرغل پیل کړ چې له کبله یې لویدیځو هېوادونو په مسکو باندې کلک اقتصادي بندیزونه ولګول.

روسیه وايي چې دغو بندیزونو یې د غله جاتو او کیمیاوي موادو او سرو په صادراتو باندې منفي‌ اغیز کړی دی.

XS
SM
MD
LG