د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار لپاره د ۳۸۰۰ ښوونکو نوي بستونه منظور شول ـ فضلي


ښاغلي فضلي روانه میاشت کندهار ولایت ته د سفر پرمهال د خلکو د غوښتنې پر اساس د ښوونکو د بستونو د زیاتولو ژمنه کړې وه.
ښاغلي فضلي روانه میاشت کندهار ولایت ته د سفر پرمهال د خلکو د غوښتنې پر اساس د ښوونکو د بستونو د زیاتولو ژمنه کړې وه.

د افغانستان د چارو ادارې رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي وايي، له ولسمشر غني څخه یې د کندهار ولایت لپاره د ۳۸۰۰ ښوونکو د نوو بستونوو منظوري تر لاسه کړه.

ښاغلي فضلي روانه میاشت کندهار ولایت ته د سفر پرمهال د خلکو د غوښتنې پر اساس د ښوونکو د بستونو د زیاتولو ژمنه کړې وه.

نوموړي نن جمعه اپرېل۱۶(وري ۲۷) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د کندهار ولايت ولس ته پدې مبارکه مياشت کې زيری ورکوم چې نن مې له ولسمشر څخه د کندهار لپاره ۳۸۰۰ ښوونکو د نويو بستونو منظوري ترلاسه کړه."

نوموړي زیاته کړې چې ولسمشر غني به ډېر ژر کندهار ولایت ته د سفر پرمهال د ښوونکو د بستونو دغه زیاتوالی اعلان کړي.

کندهار د نورو ولایتونو ترڅنګ یو له هغه ولایتونو څخه دی چې د ښوونکو له کمي سره مخ دی او ترڅنګ یې په ځینو سیمو کې ښوونځي معیاري ودانۍ هم نلري.

دا په داسې حال کې ده ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۴۰۰ نوي ښوونیز کال د پیل مراسمو کې په دغه کال کې په افغانستان کې د ۱۸۰۰ بابه نوو ښوونځو د جوړېدو خبر ورکړی و.

ولسمشر غني زیاته کړې وه چې په ټولو ولایتونو کې د ښوونکو ۱۱۱۷۳ نوي بستونه اعلان ته سپارل کیږي چې په خبره یې پر اساس به یې د ازادې سیالۍ له لارې وړکسان انتخاب شي.

XS
SM
MD
LG