د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني وايي ۱۸۰۰ نوي ښوونځي جوړوي


نوی ښوونیز کال نن د ولسمشر لخوا د زنګ په وهلو سره پرانیستل شو.
نوی ښوونیز کال نن د ولسمشر لخوا د زنګ په وهلو سره پرانیستل شو.

نن سه شنبه مارچ ۲۳ (وري۳) په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شو.

ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د اماني په لیسه کې د زنګ په کړنګولو دا کال پیل کړ.

هغه په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان کې به روان کال ۱۴۰۰ نوي ښوونځي جوړیږي.

ښاغلي غني اټکل وکړ چې یو میلیون افغان ماشومان به په ښوونځیو کې شامل شي او د ښوونکو معاشونه به هم لوړ شوي.

هغه همدرانګه زیاته کړه چې په ټولو ولایتونو کې د ښوونکو ۱۱۱۷۳ نوي بستونه اعلان ته سپارل کیږي چې په خبره یې پر اساس به یې د ازادې سیالۍ له لارې وړکسان انتخاب شي.

نوموړي زیاته کړه: "د کتاب له اړخه لومړی ځل دی چې زموږ ملي مطبوعه، د خصوصي سکتور او هم د معارف او هم د ازادۍ مطبوعه پوره ظرفیت لري چې د افغانستان د اړتیا وړ کتابونه په افغانستان کې دننه چاپ شي او تمه ده چې زموږ نړیوال همکاران د کتاب چاپولو لپاره نورو لیري هیوادونو ته لاړ نشي."

ولسمشر وویل چې یوازې د پوهنې وزارت د پوهنې د سکتور د ودې په برخه کې مسؤلیت نه لري بلکې په وینا یې په لومړي ګام کې ولسمشرۍ ماڼۍ، کابینه، والیان، خصوصي سکتور او خلک هم مسؤلیت لري.

نوموړي زیاته کړه زوړ تدریسي میتود چې ناکاره شوی دی، باید څنډې ته شي او نوی تدریسي میتود باید پیاوړی شي او ورباندې کار وشي.

د ۱۴۰۰ ښوونیز کال د پيل مراسمو پرمهال د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت د ۷۳۲ نویو جوړ شویو ښوونځیو کیلۍ پوهنې وزارت ته وسپارلې.

د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي وویل چې په تیرو دوو لسیزو کې په دې برخه کې بریالیتوبونه تر لاسه شوي، خو ټینګار یې وکړ چې لا زیاتو کارونو ته اړتیا ده.

هغې په ښوونیز نصاب کې اصلاحات، کیفیت ته پاملرنه، د سیمه ییزو سیالیو لپاره د زده کوونکو چمتووالی، د پوهنې په برخه کې د تکنالوژۍ رامنځته کول په دغه سکتور کې له عمده کارونو څخه یاد کړل چې باید تر سره شي.

په مرکز کابل او یو شمېر نورو مرکزي ولایتونو کې نوی تعلیمي کال پر داسې مهال پیل شو چې د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا (یونیسف) د معلوماتو په اساس څلور میلیون افغان ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه محروم دي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په دغه هیواد کې څه باندې ۵زره ښوونځی ودانۍ نه لري.

XS
SM
MD
LG