د لاس رسي وړ اتصالات

سختې ګرمۍ جاپان کې د اسونو دودیزه مېله اغېزمنه کړې؛ دوه اسونه هم مړه شوي


په جاپان کې د اسونو د کلني فیستیوال تنظیم کوونکو ویلي‌ چې د سختې ګرمۍ په وجه دوه اسونه مړه شوي او په لسګونو نور لمر وهلي دي.

د دې میلې تنظیم کوونکو پتېیلې ده چې د راتلونکي کال د میلې نیټه بدله کړي.

جاپان په تیرو ۱۰۰ کلونو کې د جولای په میاشت کې ترټولو ګرمه هوا ثبت کړې ده. د سه شنبې په ورځ اګست اتمه (زمري ۱۷) د ۳۸ درجې سانتي ګراد تودوخې وړاندوینه شوې وه او پر انسانانو او څارویو یې د اغیزو خبرداری ورکړل شوی و.

د اسونو د میلې تنظیم کوونکو وویل چې لږ تر لږه ۱۱۱ اسونه او لسګونه کسان د جولای له ۲۹ څخه تر ۳۱ نیټې پورې د فوکوشیما په ایالت کې د "سوما نوماوی" په فیستیوال کې په داسې حال کې د درملنې دپاره روغتون ته وړل شوي چې د هوا تودوخه له ۳۵ درجې سانتي ګراد څخه لوړه شوې وه.

د اسونو په دې کلنۍ میله کې په سلګونو ګډون کوونکي د منځنيو پیړیو د جنګیالیو په څېر جامې اغوندي، بیرغونه ورسره وي او د پخوانیو جګړو تمثیل کوي. ددې میلې لیدلو ته په سلګونو زره جاپانیان راټولیږي.

د فستیوال د اجرائیوي کمیټې غړې یوشیشیکا هیراتا فرانس پرس ته وویل پدې اړه بحث روان دی چې راتلونکی کال دا مېله په داسې میاشت کې جوړه کړي چې هوا ډیره ګرمه نه وي.

هیراتا وویل: "موږ د لومړي ځل لپاره [د اسونو] په لار کې اوبه شیندلې، ځکه چې هوا ډېره ګرمه وه. موږ د اوبو شیندلو درې موټرونه ګمارلي وو. خو اوبه ډیر ژر وچېدلې."

تیر کال هم د دغه فستیوال په جریان کې یو اس مړ شوی و. د فستیوال ګډون کوونکو د دسمبر د میاشتې په یوې سروې کې رایه ورکړې چې د فستیوال نیټه باید بدله شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG