د لاس رسي وړ اتصالات

غني سره تماس؛ بلینکن د افغانستان سره په قوي او دوامداره ژمنې ټینګار وکړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني سره په تیلیفوني خبرو کې بیا "د افغانستان سره د متحده ایالاتو په قوي او دوامداره ژمنې" ټینګار وکړ.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس، د سه شنبې په ورځ اګست درېیمه (زمري ۱۲) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې ولسمشر غني او ښاغلي بلینکن د طالبانو د بریدونو د غندلو په ترڅ کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په ګړندي کولو او سیاسي تفاهم باندې ټینګار وکړ.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د خپرپاڼې په اساس د بهرنیو چارو وزیر بلینکن او ولسمشر غني همداشان ټینګار وکړ چې په افغانستان کې سیاسي تفاهم باید ټول شموله اوسي، د ښځو او لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي، د هغه په اساس خلک د خپل مشر د ټاکلو حق ولري او د امریکا د متحده ایالاتو، د هغه د متحدینو او شریکانو پر ضد د افغانستان د خاورې څخه د بریدونو مخنیوی وکړي.

پدې خبرپاڼه کې راغلي: "دواړو مشرانو د طالبانو بریدونه چې بشري حقونو ته په کې ډیره کمه توجه شوې محکوم او د بې ګناه افغانانو د مړینو او د ملکي وګړو په بیځایه کیدو تاسف وکړ."

د افغانستان جمهوري ریاست هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلي غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په مازدیګر په تیلیفوني خبرو کې "د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او په مختلفو برخو کې د افغانستان سره د متحده ایالاتو د همکاریو په دوام" خبرې وکړې.

خبرپاڼه وایي: "د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي په زیاتیدو باندې د اندیښنې د څرګندولو په ترڅ کې یو ځل بیا د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ د دوام په اړه ډاډ ورکړ او د افغانستان د سولې د بهیر په چټکولو کې یې د امریکا په رول ټینګار وکړ."

ددغه تیلیفوني تماس څخه یوه ورځ مخکې ولسمشر غني د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو په ګډه غونډه کې د افغانستان د سولې بهیر چې د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې له لاسلیک کیدو وروسته پیل شو "یو بیړنی وارداتي بهیر" او په خامو فرضیو باندې ولاړ بهیر" وګاڼه چې د ښاغلي غني په وینا اساس یې "پر جمهوریت فشار او د دموکراسۍ تخریب" و.

ولسمشر غني همداشان وویل: "دغه بهر نه یواځې سوله رامنځ ته نکړه بلکې یوې متجاوزې او شریرې ډلې ته د مشروعیت ورکولو د هڅې او د جمهوریت د واحد صف څخه د مشروعیت د اخیستلو د هڅې سبب شو. دغه بهیر شک رامنځ ته کړ. ابهام یې ایجاد کړ او محصول یې همدا وضعیت دی چې تاسې یې ګورئ."

د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل چې ټاکل شوې په څو راتلونکو اونیو کې بشپړ شي د امریکا-طالبانو د موافقې یو د اساسي شرطونو څخه دی، خو د طالبانو ډلې بډې توافق کې ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره د افغانستان د حکومت سره مذاکراتو ته حاظریږي.

خو د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر په پیل سره طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړ او د امریکایي پوځي مقاماتو په وینا اوس دغه ډله د افغانستان د نیمایي ولسوالیو په مرکزونو باندې کنترول لري او همداشا د دریو ولایتونو –کندهار، هرات او هلمند- مرکزونه یې محاصره کړي دي.

XS
SM
MD
LG