د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې د پارلماني انتخاباتو دویم پړاو پیل شو


د پارلماني انتخاباتو دویم پړاو سبا د یکشنبې په ورځ پای ته رسیږي.
د پارلماني انتخاباتو دویم پړاو سبا د یکشنبې په ورځ پای ته رسیږي.

په مصر کې د پارلمان د نویو غړیو د ټاکلو لپاره نن د رایو ورکولو دویم پړاو پیل شو. پدې هیواد کې شاوخوا ۶۳ ملیون کسان د رای ورکولو په شرایطو برابر دي او ټاکل شوې چې د ولسي جرګې د ۵۶۸ وکیلانو د ټاکلو لپاره په رایه ګیرۍ کې برخه واخلي.

یو شمیر کسانو لا وار د مخه ویلي چې ښایي د جمهور رئیس عبدالفتاح ال سیسي ګوند د رایې اچولو په دویم پړاو کې د پارلمان اکثریت څوکۍ وګټي.

د ښاغلي سيسي په حکومت دا تور دی چې پدې تیرو شپږ کالونو کې یې خپل سیاسي مخالفین، خبریالان، ویبلاګران، مدافع وکیلان او د پوهنتون استادان ځپلي او په نښه کړیدي.

په مصر کې د پارلماني انتخاباتو لومړنی پړاو تیره اوونۍ په څوارلسو ښارونو او ولایتونو کې وشو. دویم پړاو چې سبا د یکشنبې په ماښام، نومبر ۸ ( لړم۱۸) پای ته رسیږي، د پایتخت قاهرې، د نیل په دلتا، دسویس کانال په شمول په دیارلسو ولایتونو او سیمو کې کیږي.

عبدالفتاح السیسي چې په ۲۰۱۴ کال کې په نظامي کودتا کې د پخواني اسلام پال جمهور رئیس محمد مُرسي نه واک ونیوه، دا به دویم ځل وي چې د هغه د واک لاندې پارلمان دایریږي.

ټاکل شوې چې په پارلماني انتخاباتو کې د یو شمیر کاندیدانو تر منځ دویم ځلي انتخابات د همدې میاشتې په پای او د بلې میاشتې په سر کې وشي او نوی پارلمان به د ۲۰۲۱ کال د جنوري په میاشت کې خپله کاري دوره پیل کړي.

XS
SM
MD
LG