د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د پولیو دویمه پېښه ثبت شوه


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې یوه ماشومه په پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې ده.

د ننګرهار ولایت د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر جان محمد صاحب زاده امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل،پولیو وهلې ماشومه ۷ کاله عمر لري او کورنۍ یې د دې ولایت د پچیراګام ولسوالۍ په لنډیخیلو سیمه کې ژوند کوي.

ښاغلی صاحب زاده زیاته کړه، چې دغې ماشومې د واکسین د عمومي کمپاینونو پر مهال د ګوزڼ ضد واکسینونه هم اخیستي دي.

هغه وویل"دا ماشومه کوبرا نومیږي، چې د پولیو واکسین د عمومي کمپاینونو پر مهال ۲۴ ځلې او د روټین واکسین په مهال یې ۴ ځلې د پولیو ضد څاڅکي هم اخیستي دي".

د ننګرهار روغتیايي چارواکي وایي، د دې ماشومې سمپل د وران عیسوي کال د اګست میاشتې په ۶ نیټه اخیستل شوی و چې نتیجه یې د پولیو مثبت پېښه ثبت شوه.

دوی دا هم وایي، چې د دې ماشومې کورنۍ کوم بل ځای ته ګډواله شوې نه ده، خو کیدای شي د هغوی خپلوان له کابل یا هم کونړ ولایتونو څخه هلته ورغلي وي او دا ویروس له ځان سره انتقال کړی وي، ځکه ویروس یې د کابل – کونړ ترمنځ سیمو پورې تړاو لري.

د روان ۲۰۱۸ عیسوي کال له پیل راهیسې دا په افغانستان د پولیو یا د ماشومان د ګوزڼ ۱۲ مه مثبت پيښه ده. د پولیو ۶ پیښې په کندهار، ۳ په کونړ، یوه په هلمند او ۲ پيښې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوي دي.

تیرعیسوي کال په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومان د ګوزڼ ۱۴ مثبت پيښې ثبت شوې وې.

XS
SM
MD
LG