د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو د جمهور رئیس غني "انتخاباتي اصلاحات" وستایل


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د "شفافو او باور وړانتخاباتو" د ترسره کولو لپاره د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني هڅې ستایلي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ښاغلي پمپیو دغه موضوع د پنجشنبې په ورځ ناوخته د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په یو تیلیفوني تماس کې بیان کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې د "شفافو، او اعتبار وړ انتخاباتو" د کولو لپاره په انتخاباتي بنسټونو کې د اصلاحاتو لپاره د جمهور رئیس غني هڅه او ژمنتیا د ستاینه وړ ده.

پدغه اعلامیه کې همداشان ذکر شوي چې د دواړو هیوادونو مقاماتو د ترهگرۍ په ضد مبارزې او د افغانستان د سولې د مذاکراتو په هکله هم خبرې کړې دي.

د انتخاباتي بنسټونو د رغونې په هکله د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له لورې د جمهور رئیس غني اقدام پداسې حال کې ستایل کیږي چې پدې وروستیو کې د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د یو شمیر کمیشنرانو د مخالفت په اساس د رای ورکونکو د تذکرو په کاپي گانو کې د ستیکرونو د نصبولو په اړه پر انتخاباتي کمشنرانو باندې هر ډول فشار راوړل او د هغوی گواښل غیر قانوني گڼلي دي.

ښاغلي عبدالله ویلي دي چې د رای ورکونکو د تذکرو په کاپي گانو کې د ستکرونو د لگولو موضوع یوه وړاندیز شوې طرحه وه چې رای ورکوونکي له گواښونو نه په امان کې وي، خو کله چې د انتخاباتو د کمیسیون د څلرو کمیشنرانو له لورې دغه کار د حقوقي او قانوني اړخه ناممکن اعلان شو، پدې اړه بحث ځای نلري.

د اجرائیه رئیس له څرگندونو نه یوه ورځ مخکې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء سرپرستې شهلا حق، د رای ورکونکو د تذکرو په کاپي گانو کې د ستکرونو د نصبولو په اړه د کمیسیون د وروستۍ پریکړې وروسته له خپل مقام نه استعفا ورکړه.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ملي شورا ټاکنې د میزان په ۲۸ وشي. د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په وینا د اساسي قانون په بنسټ د هغه د حکومت کاري دوره د راتلونکي کال د جوزا په لومړی نیټه پای ته رسیږي او د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د هیواد د اساسي قانون سره سم ترسره کیږي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د نوي جمهور رئیس د ټاکلو لپاره انتخابات د جمهور رئیس د کار له پای رسیدو څخه له ٣٠ نه تر ٦٠ ورځو پورې ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG