د ایران د کثیف بمي برید د تهدید راپور؛ روبیو وايي واشنګټن ته کوم جدي ګواښ نه شته

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چهارشنبه (نومبر۱۸) وویل چې واشنګټن ته کوم جدي خطر متوجه نه دی.

نوموړي دا خبره تر هغه وروسته وکړه چې د سي ان ان خبري شبکې د امریکا د یو شمېر استخباراتي مقاماتو په حواله راپور ورکړ چې ایران په داسې پلان کار کوي، چې امریکايي چارواکي په کثیفو بمونو او یا کیمیاوي وسلو سره په نښه کړي.

ښاغلي روبیو په مانیلا کې خبریالانو ته وویل: «متحده ایالتونه تل پر هغو خلکو څار ساتي چې غواړي زموږ هېواد او خلکو ته زیان ورسوي. موږ هره ورځ د ګواښونو راپورونه ترلاسه کوو، چې اکثریت یې د اعتبار وړ نه وي.»

له هغه څخه پوښتنه وشوه چې ایا په واشنکټن باندې د کوم جدي برید په اړه اندېښمن دی، هغه وویل: «نه، نه یم.»

هغه دغه ټکي ته په اشارې چې د ایران رژیم او نړیوالې ترهګرې ډلې تل متحدو ایالتونو ته د زیان رسولو هڅه کوي، وویل: «فکر نه کوم چې کوم جدي ګواښ وي. خو د هغه ځانګړي راپور په اړه هېڅ تبصره نه کوم، ځکه زه نه پوهېږم چې تاسو ته دا معلومات څوک در رسوي، هغوی یا ځان ښودونکي خلک دي چې توجه جلب کوي او یا درواغجن دي.»

سي ان ان د کومو امریکايي مقاماتو په حواله چې راپور لیکلی، ویلي چې دا پلان ایران ته د بریدونو انتخاب ورکوي او د کوم جدي متوجه ګواښ اشاره یې نه ده ورکړې.

دغو مقاماتو ویلي دي چې دا لاروښانه نه ده چې ایران په سیمه کې داسې کسان لري، چې دا بریدو وکړي که نه.

امریکا غږ په خپلواک ډول دا راپور نه شي تائیدولای.

ولسمشر ټرمپ د دغه راپور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که ایران په واشنګټن برید وکړي، «دومره لویه بیه پرې کړي، چې بل هېڅ هېواد نه وې پرې کړې».

د ایران د بهرنیو جارو وزیر عباس عراقچي دا راپورونه غندلي او دا خبره چې هېواد یې په واشنګټن باندې د برید پلان لري. «چټیات» بللي دي.

​
XS
SM
MD
LG