د لاس رسي وړ اتصالات

صدیقي: دوستم ته د مارشالۍ رتبې په ورکولو کې ستونزه نشته


د راپورونو په اساس د افغانستان جمهور رئيس محمداشرف غني تراوسه دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکولو فرمان نه دی لاسلیک کړی، خو ارګ وايي چې د سیاسي هوکړه لیک په عملي کولو کې ستونزه نشته.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ د جون په ۱۱مه (غبرګولي ۲۲) خبریالانو ته وویل چې حکومت د سیاسي هوکړه لیک د ټولو ټکو تطبیق ته ژمن دی.

هغه زیاته کړه: "د مارشالۍ مسله د دغه هوکړه لیک یوه برخه ده، په اوس وخت کې کومه جدي ستونزه نشته".

د افغانستان د جمهور رئيس محمداشرف غني او د مصالحې شورا د رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د غويي په ۲۷مه د لاسلیک شوي سیاسي هوکړه لیک له مخې ټاکل شوې چې دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکولو سربېره نوموړي ته د دولت په عالي شورا او په ملي امنیت شورا کې غړیتوب ورکړل شي.

له دې وړاندې د جنرال دوستم لور راحلې دوستم هم ویلي و چې پلار به یې ژر کابل ته لاړ شي او په یو لړ ځانګړو مراسمو کې به د مارشالۍ رتبه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG