د لاس رسي وړ اتصالات

دوستم مارشال شو؛ د غني او عبدالله د سیاسي موافقې جزییات 


د دغو دواړو ترمنځ دا سیاسي تړون په ارګ کې لاسلیک شو
د دغو دواړو ترمنځ دا سیاسي تړون په ارګ کې لاسلیک شو

له څو میاشتو سیاسي ناندریو او اختلافاتو وروسته بلاخره ولسمشر محمد اشرف غني د اجرایي ریاست له پخواني مشر عبدالله عبدالله سره سیاسي موافقه لاسلیک کړه.

دا موافقه چې د یکشنبې په ورځ مۍ۱۷(غويي۲۷) په ارګ کې لاسلیک شوه، د اوسني حکومت تر پایه پورې به د اعتبار وړ وي.

د موافقې د لاسلیک کېدو په مراسمو کې مخکني ولسمشر حامد کرزي، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او ځینو نورو پخوانیو او اوسنيږ چارواکو ګډون کړی و.

د تړون په اساس، د ملي مصالحې عالي شورا به جوړیږي او عبدالله عبدالله به یې مشر وي چې د سولې بهیر پر مخ یوسي. د دغې شورا مرکزي دفتر به په هغه ځای کې وي چې اجرايي ریاست په کې و.

د ملي مصالحې د شورا مهمه دنده به دا وي چې د سولې اړوند مسایل تثبیت، تصویب او دغه بهیر رهبري‌ کړي. همدغه راز دا شورا به هلې ځلې کوي چې د سولې په اړه ملي،‌ سیمه ایزه او نړیواله اجماع رامنځ‌ ته کړي.

د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي تړون د لاسلیک د مراسمو ځینې برخې
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:13 0:00

د تړون له مخې، د اړوندو مسایلو په مراسمو کې به د پروتوګول او تشریفاتو له مخې ښاغلی عبدلله له ولسمشر غني وروسته د هېواد دویم مشر وي، په داسې حال کې چې د افغانستان اساسي قانون په داسې مراسمو کې دا مقام د ولسمشر لومړي مرستیال ته ټاکلی دی.

د ملي مصالحې شورا به پنځه مرستیالان لري چې دوه یې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ډلې معاونین او درې نور به یې د ولسمشر غني سره په مشورې معرفي کیږي.

دوستم ته د مارشالۍ رتبه

د ولسمشر غني د تېرې دورې لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ د رتبې ورکول د دغه سیاسي‌ تړون بله مهمه برخه ده.

د مارشالۍ د رتبې په اخیستلو سربېره، د تړون له مخې ښاغلی دوستم به د دولت د عالي شورا او د امنیت د شورا غړی هم وي.

د لاسلیک شوي سیاسي توافق په اساس به عبدلله عبدالله د افغانستان د کابینې ۵۰سلنه غړي معرفي کوي او والیان به له ولسمشر غني سره د توافق په اساس ټاکل کیږي.

د دولت شورا به جوړیږي چې غړي به یې "سیاسي مشران او ملي رهبران" وي. دوی به د افغانستان په مهمو ملي مسایلو کې ولسمشر غني ته مشورې ورکوي.

د ولایتونو، ولسوالیو او ښاروالیو انتخاباتو ته زمینه برابرول هم د تړون برخې دي.

د ولسوالیو له ټاکنو وروسته د حکومت د تغیر لپاره د اساسي قانون د تعدیل د طرحې برابرولو لپاره د یو پلاوي ټاکل، انتخاباتي اصلاحات راوستل او په خاص ډول په ټاکنو کې د بایومېتریک کارول د ښاغلیو غني او عبدالله د سیاسي‌تړون نورې برخې دي.

د شپږو کسانو یو پلاوی چې غړي به یې د "افغانستان ملي او سیاسي مشران" وي، د دغه تړون عملي کېدل څاري. دا پلاوی به صلاحیت ولري‌ چې له تړون څخه د سر غړونو مخه ونیسي.

د دغو دواړو مشرانو ترمنځ سیاسي شخړه له هغه وروسته پیل شوه چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د۲۰۱۹ د سپتمبر په ولسمشریزو ټاکنو کې محمد اشرف غني ګټونګی اعلان کړ. خو ښاغلي عبدالله د نتایجو پایلې ونه منلې او خپل موازي حکومت یې اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG