د متحده ایالاتو د سنا مجلس پنجشنبه ډسمبر ۲۲ (مرغومي ۱) د ۱.۷ ټرلیون ډالرو لایحه منظوره کړه چې د راتلونکي کال د سپټمبر تر میاشتې پورې د فدرالي ادارو لګښتونه پرې برابریږي او هم اوکراین سره مرستې پکې شاملې دي.
د متحده ایالاتو د فدرالي حکومت د لګښتونو دا لایحه داسې مهال منظوریږي چې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي واشنګټن ته په رسمي سفر راغلی او د کانګرس دواړو خونو ته یې وینا هم وکړله.
د حکومت د لګښتونو لایحه چې ۴۱۵۵ پاڼې لري ۷۷۲.۵ ملیارده ډالر پکې د کورنیو پروګرامونو پر مخ بیولو لپاره غوښتل شوي.
پدې لایحې کې همدرانګه ۸۵۸ ملیارده ډالر د دفاعي چارو لپاره غوښتل شوي چې د بل مالي کال لپاره به د فدرالي حکومت لګښتونه پرې برابر شي.
د سنا په مجلس کې چې د جمهور رئیس جو بایډن دموکرات ګوند غړي پکې اکثریت دي، دې لایحې ته ۸۶ مثبتې او ۲۹ منفې رایې ورکړل شوې.
ټاکل شوې چې دا لایحه به د استازو مجلس ته د منظورۍ لپاره واستول شي او وروسته به یې ښاغلی بایډن لاسلیک کړي چې په قانون بدله شي. د سنا مجلس په شان د استازو مجلس په روانې دورې کې هم دموکراتان اکثریت دي.
د سنا په مجلس کې د اکثریت ګوند مشر چک شومر پدې لایحې د رای ګیرۍ څخه وړاندې وویل چې پدې بودجې سره د ګڼ شمیر خلکو سره مرسته وشي.
ښاغلي شومر زیاته کړه، " دا پدې تیرو څو کالونو کې د بودجي د اختصاس یوه تر ټولو مهمه لایحه ده چې مونږ پر ځای کړی".
د سنا مجلس غړیو غوښتل دا لایحه هر څومره ژر چې امکان ولري، منظوره شي ځکه که تر جمعې ډسمبر ۲۳ نه وه منظوره شوې ښایي د حکومت ځینې برخې تړل شوې وی.
خو ځینو غړیو بیا غوښتل چې د حکومت د لګښتونو د لایحې منظوري تر بل کاله وځنډوي ځکه چې دا ځل د منځنۍ دورې په انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکو د استازو په مجلس کې اکثریت څوکۍ ګټلي او دا به د ښاغلي بایډن د حکومت لپاره ګرانه شي چې د لګښتونو په برخې کې جوړجاړی وکړي.
د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر مچ مک کانل هم د دې لایحې ملاتړ کړی په ځانګړې توګه د دفاعي چارو لپاره په بودجه کې لس په سلو کې ډیروالی چې ښاغلي مک کانل ویلي د پیسو دا ډیروالی به د امریکا دفاعي ځواکونو ته مالي مرستې او ډاډ ورکړي چې د هیواد څخه دفاع وکړي.