د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پمپیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر شو


د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر مایک پمپیو

د متحدو ایالتونو سنا د پنجشنبې په ورځ (اپریل ۲۶) د سي آی اې مخکنی مشر د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تائید او ومانه.

ښاغلی پمپیو د ځینو سناتورانو او په خاص ډول د ډیموکرات استازو له یو لړ سختو پوښتنو سره هم مخامخ شو، خو بلاخره یې د باور رایه ترلاسه کړه.

د سنا مجلس د ۱۰۰ غړیو له منځ څخه ۵۷ یې د باور او ۴۲ یې د نه باور رایه ورکړه. په سنا کې د جمهوري غوښتونکو د اکثریت مشر وایب جان، وویل چې ښاغلي پمپیو د دغې څوکۍ لپاره غوره شخص او وړتیا یې لري. تر دې مخکې داسې اندېښنه وه چې شاید هغه له سنا څخه د باور رایه ترلاسه نکړي.

ولسمشر ټرمپ ډیموکراتان تورن کړي چې د بهرنیو چارو وزارت ته د هغه د کاندید وزیر مایک پمپیو د تائیدۍ مخه نیسي. هغه د سنا تر عمومي غونډې مخکې د سنا د بهرنیو اړیکو په کمېټې کې د باور رايي په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ و.

مایک پمپیو یو کال د امریکا د مرکزي استخباراتو ( سي آی اې) مشر و او تر هغه مخکې د کانګرس غړی و. ښاغلي پمپیو شاوخوا دوه اونۍ مخکې د شمالي کوریا له رهبر سره هم لیدلي وو.

هغه څو ورځې مخکې د امریکا د سنا په یوې غونډې کې د سناتورانو ګڼو پوښتنو ته ځوابونه وویل او ژمنه یې وکړه که د باور رایه ورکړل شوه، د متحده ایالتونو بهرنۍ تګلاره به پوره عملي کړي.

ولسمشر ټرمپ له هغه وروسته مایک پمپیو د بهرنیو چارو وزارت ته کاندید کړ چې مخکني وزیر ټیلرسن استعفی وکړه.

د امریکا سنا ۱۰۰ غړي لري چې ۵۱ یې جمهوري غوښتونکي ، دوه مستقل او ۴۹ یې ديموکراتان دي، مستقل کاندیدان هم ډیموکراتانو سره دي.

XS
SM
MD
LG