د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د استازو غونډه


ولسمشر غني د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د استازو غونډې ته په خپله وینا کې په حکومتي ادارو کې د پراخه اصلاحاتو ژمنه وکړه.
ولسمشر غني د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د استازو غونډې ته په خپله وینا کې په حکومتي ادارو کې د پراخه اصلاحاتو ژمنه وکړه.

په کابل کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د لوړپوړو چارواکو د تیرې شپې د غونډې په دوام نن هم د دغې غونډې ګډونکوونکو په هغو ژمنو خبرو ته دوام ورکړ چې دواړو خواوو د توکیو او لندن په کنفرانسونو کې یو بل سره کړي دي.

دا غونډه تیره شپه د ولسمشر غني په وینا پرانیستل شوه.

ولسمشر غني په خپله وینا کې د نړیوالې ټولنې استازو سره د افغانستان په ادارو کې د بنیادي اصلاحاتو ژمنه تکرار کړه او ویې ویل چې حکومت یې لا دمخه د یو لړ عمده مسئلو په باب لاس پورې کړی دی.

ولسمشر غني وویل چې د کابینې په راتلونکې غونډه کې به د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د وړاندیزونو په باب هم پریکړه وکړي.

ښاغلي غني وویل " موږ د افغانستان د جوړښتونو او د زیربناوو د تغییر غوښتونکي یو."

ولسمشر غني په افغانستان کې د فساد سره د مبارې په برخه کې د څرګندونو په وخت د تدارکاتو د ملي کمیټې یادونه وکړه چې دی یې په اونۍکې یو ځل پخپله مشري کوي.

د لوړپوړو چارواکو غونډې ته د افغانستان د کانونو، کرنې او فواید عامې وزیرانو هم خبرې وکړې.

دغه راز، په دې غونډه کې د نړویوالو مؤسسو ځینو استازو له ولسمشر غني څخه د یو شمیر مسائلو په باب وضاحت وغوښت.

په ارګ کې د جمعې شپې په غونډه کې د نورو افغان حکومتي چارواکو سربیره د بلخ ولایت سرپرست عطا محمد نور او د هرات والي محمد آصف رحیمي هم برخه اخیستې وه.

ټاکل شوې ده د نننۍ غونډې په پای کې به د افغانستان د مالیې وزیر د دغې غونډې پایلی په یو مطبوعاتي کنفرانس کې خبریالانو سره شریکې کړي.

XS
SM
MD
LG