د لاس رسي وړ اتصالات

سربیا او کوسوو په سپینې ماڼۍ کې تاریخي موافقه لاسلیک کړه


جمهور رئیس ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د سربیا او کوسوو د مشرانو تر منځ د موافقې د لاسلیک په مراسمو کې برخه واخیسته.
جمهور رئیس ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د سربیا او کوسوو د مشرانو تر منځ د موافقې د لاسلیک په مراسمو کې برخه واخیسته.

د سربیا او کوسوو مشرانو نن په سپنې ماڼۍ کې د اقصتادي اړیکو د پیلولو لپاره تاریخي موافقه لاسلیک کړله.

د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ نن د جمعې په ورځ، سپټمبر ۴ (وږي ۱۴) په سپیڼې ماڼۍ کې د سربیا د جمهور رئیس الکساندر وویچ او کوسوو د صدراعظم عیادالله هوتي سره وکتل.

ښاغلي ټرمپ وویل چې دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو د عادي کیدو ته ژمنتیا وښوده.

د لاسلیک په مراسمو کې د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پینس او د ښاغلي ټرمپ زوم او سلاکار جیرد کوشنر هم موجود و.

اروپایي اتحادیې د تیرو شاوخوا لسو کالونو راپدیخوا کوښښ کاوه چې د دغو پخوانو دښمنانو تر منځ سوله وکړي.

د موافقې دلاسلیک نه وروسته جمهور رئیس ټرمپ وویل د اړیکو عادې کیدو موافقې ځکه ډیر وخت ونیوه چې ددې کار د کولو لپاره مناسب شخص نه و موجود.

ښاغلي ټرمپ همدارنګه وویل " پخوا ډیرې جګړې وې خو اوس به مینه وي".

کوسوو په ۲۰۰۸ کال کې د سربیا نه د خپلواکۍ اعلان وکړ خو سربیا تر اوسه په رسمیت ندی پیژندلی. چین او روسیې هم تر اوسه د کوسوو خپلواک په رسیمت نده پیژندلې خو د امریکا او اروپایي اتحادیې د یو شمیر هیوادونو په ګډون د ملګرو ملتونو شاوخوا سلو هیوادونو د سربیا خپلواکي منلې ده.

XS
SM
MD
LG