د لاس رسي وړ اتصالات

د سرینا په برید کې د خبریال سردار احمد دردونکې قصه


خبریال سردار احمد
خبریال سردار احمد
افغان خبریال همایون شعیب وايي چي ماښام و چې خبر سوم چې د سرینا پر هوټل باندي وسله وال برید شوی دی او وسله وال د هوټل دننه د افغان ملي امنیتي ځواکونو سره په جګړه اخته دي. ټلفون مي راپورته کړ او لومړی زنګ مي سردار احمد ته ووهی چي هغه دغه پېښه د فرانسې د خبري آژانس دپاره چي هغه په کابل کي کار ورته کوی، تعقیب کړي او خبر ځیني جوړ کړي. لومړی ځل و چې هغه زما ټلفون ته ځواب ونه وایه.

شعیب زیاتوي چي عجیبه ورته ښکاره سوه چي سردار احمد یې ټلفون ته ځواب ونه وایه ځکه د کلونو همکارۍ نه وروسته دواړو تل د پېښو په هکله یوه بل ته خبر ورکوی چي د خپلو اړوندو رسنیوو دپاره یې تعقیب کړي.

شعیب داسي وايي،، د ماښام پر ۹ بجوباندي مي لومړی زنګ ووهی او تر ۹:۵۵ دقیقو پوري مي سردار احمد ته څو زنګونه ووهل خو ټلفون ته یې ځواب ونه وایه. له بده مرغه سهار خبر سوم چي هغه د سرینا په هوټل کي د خپلو تنکیوو ماشومانو او میرمنې سره یوځای د ډوډۍ د خوراک دپاره تللی و او هلته د خپلې میرمنې او دوو کوچنیو لوڼو سره یو ځای وژل شوی دی.،،


په پېښه کي یواځي د سردار احمد د کورنۍ درې کلن ماشوم ژوندی دی چي هغه هم ویشتل شوی دی او سخت ټپي دی، په روغتون کي یې تداوي روانه ده. هغه، میرمن یې او یو ځوی اړ یوه لور یې چي د ۴ او ۶ کلونو عمرونه لري په برید کي وژل شوي دي.

شعیب د سردار احمد سره د کلونو راهیسي یوځای کار کړی او سردار احمد یې د بیان آزادۍ او مطبوعاتو ته سخت ژمن کس وبللی. شعیب وايي چي د لومړي ځل دپاره يې سردار احمد د آیساف په خبري کنفرانس کي په ۲۰۰۳ کال کي ولیدی او د هماغه وخت راهیسي سره ملګري وو.

افغان چارواکي وايي چې د طالبانو په برید کي ۹ ملکي کسان وژل شوي دي چي په کښي بهرنیان هم شامل دي چي د برید پرمهال یې په هوټل کي د ماښام ډوډۍ خوړله.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې څلور سره برید کونکي د افغان ملي امنیتي ځواکونو له خوا وژل سوي دي. هغه داسي وايي ،، بریدګر د افغان ځواکونو له خوا د درو ساعتونو په موده کي ووژل شول. له بده مرغه په برید کي ۹ کسه نور هم وژل شوي دي چي څلور تنه یې بهرنیان دي.

په پېښه کې پنځه افغانان هم وژل شوي دي چي دوه ماشومان، دوې ښځې او یو نارینه په کښي شامل دی. دغه راز په برید کي ۶ کسه تپیان شوي هم دي.،،


افغان چارواکي وايي چې برید کونکي لومړی هوټل ته ننوتي دي او هلته یې درې ساعته انتظار ایستلی دی او وروسته یې پر میلمنو باندي برید پیل کړی دی.

طالبانو د سرینا د هوټل د برید مسولیت منلی دی او ویلي یې دي چي د هوټل دننه یې ۲۰ کسه وژلي دي.


د نوي کال لمانځنه

د مارچ ۲۱ نېټه په افغانستان کي د پسرلي پیل او نوی کال وي چي د رواج له مخې افغانان د یوه بل کره په میلمستیا ځي یا دباندي د ډوډۍ دپاره ځي. سردار احمد غوښتل چي نوی کال د خپلې کورنۍ سره په سرینا هوټل کي ولمانځي. خو په دې نه و پوه چي له بده مرغه دا به یې وروستی لمانځنه وي.

سرینا هوټل زیات شمیر کلیدي افغان حکومتي ودانیوو ته نږدې موقعیت لري چي په کښي د افغانستان د جمهوري ریاست ماڼۍ، ددفاع وزرات او نورې کلیدي ودانۍ شاملې دي. ددغه هوټل سخت امنیتي ترتیبات دي. تل په کښي ملي او بین المللي غونډې وي او کورني او بهرني میلمانه په کښي تم وي.

همایون شعیب زیاتوي چي سردار احمد یو ډیر ښه خاوند او مهربانه پلار و د دې ترڅنګ چي یو ښه ژورنالیست هم و او د افغانستان په قضایاو کي یې تل په خپل ژورنالیستیکي فعالیت کي بې طرفه قضاوت کوی. شعیب داسي وايي،، کله چي به کومه پېښه وسوه او بې ګناه ملکیان به په کښي ووژل شول، زه به غوصه او احساساتي شوم خو سردار به تل راته ویل چي مونږ خبریالان یوو او زمونږ کار دا دی چي نړۍ ته د افغانستان په هکله معلومات ورکړو او په خپل کار کي تل تر خپلې وسې پوري بې طرفه واوسوو.،،

وحید مسعود چي اوس په آمریکا کي پر خپلې ماسټرۍ کار کوي د سردار احمد سره یې یوځای د فرانسې د خبري آژانس سره د څو کلونو دپاره په یوه دفتر کي کار کړی دی.

هغه وايي چې سردار احمد یې د میرمنې او کوچنیوو اولادونو سره ژمنه کړې وه چي نوی کال به د کوره دباندي ولمانځي.


طالبانو هوډ کړی چي د افغانستان انتخابات به ګډوډ کړي

افغانان به د اپریل پر ۵ نېټې باندي د خپل هېواد دپاره یو نوی ولسمشر د انتخاباتو له لاري وټاکي. راروان انتخابات د افغانستان د راتلونکي ثبات دپاره خورا مهم دي ځکه د لومړي ځل دپاره به واک په ډیموکراتیک ډول د یوه انتخاب سوي ولسمشر څخه بل انتخاب شوي ولسمشر ته انتقال سي.

خو طابانو هوډ کړی دی چي د انتخاباتو د ګډوډولو دپاره به په ټول هېواد کي بریدونه وکړي. شاوخوا دوې اونۍ انتخاباتو ته پاته دي او د یاغیانو بریدونو زور اخیستی دی.

تېره ورځ طالبانو د جلال اباد د پولیسو پر یوه مرکز باندي ډله ییز برید وکړ چې لږترلږه لس پولیس یو محصل او اووه برید کوونکي په کې ووژل شول.

نن د جمعې په ورځ د کندهار د خاکریز په ولسوالۍ کې د نوي کال په مراسمو کي په یوه چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او د خاکریز ولسوال، امنیه قوماندان او د ولسوالۍ د امنیه قوماندان د مرستیال په ګډون ۱۳ تنه په کې ټپیان شوي دي.

طالبانو د خاکریز و ولسوالۍ د نن ورځې د برید مسوولیت هم په غاړه اخیستی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیقي وویل چې دا وروستي بریدونه د انتخاباتو دبهیر د ګډوډولو لپاره د وسله الو مخالفانو د پلان یوه برخه ده خو هغه وویل چي د افغانستان خلکو په انتخاباتو کې د ګډون پریکړه کړې ده او د مخالفانو دا ډول اقدامات به د انتخاباتو د ترسره کیدلو مخه ونه نیسي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چي د سرینا پر هوټل باندي برید د افغانستان نه بهر پلان شوی و او افغان چارواکي اوس ددې تحقیقات کوي چي بریدګر څنګه په دې توانیدلي دي چې هوټل ته دننه ورسي.

د بې ګناه ملکیانو وژل کېدل

ملګرو ملتونو د سرینا د هوټل پیښه په کلکه غندلې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر په یو بیانیې کي د نوي کال او د نوروز په درشل کې په ملکي تاسیساتو برید په څرګنده په ملکي خلکو برید ګڼلې دی.

افغان ولسمشر حامد کرزي د سرینا هوټل د پنجشنبې د ماښام برید وغندی او دا برید یې د هغو بهرنیانو کار وګڼی چي نه غواړي په افغانستان کي سوله او ثبات تامین شي.

په داسي حال کي چي د افغان حکومت او مخالفینو ترمنځ جګړه زور اخلي، زیاتره زیان یې بې ګناه افغانانو ته رسېږي. د ملګرو ملتونو د یوه ریپوټ له مخي په ۲۰۱۳ کال کي د ملکیانو تلفات ۱۴ فیصده زیات شوي دي. دغه ریپوټ چي هر کال د یوینما د دفتر له خوا خپریږي، په کښي راغلي دي چې په ۲۰۱۳ کال کي ۸۶۱۵ ملکیانو ته تلفات اوښتي دي چي ۲۹۵۹ کسه په کښي وژل شوي دي او پاتي ۵۶۵۶ کسه په کښي ټپیان سوي دي.

د ملکیانو وژل کېدل د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي دپاره یوه ډیره جدي او حساسه موضوع ده او په همدغه دلیل یې ټولو افغان ملي امنیتي ځواکونو ته امر کړی دی چي د جګړې پر مهال دي د هوايي ځواک غوښتنه نه کوي ځکه د ملکیانو د تلفاتو امکانات زیاتېږي. خو د ملګرو ملتونو په ریپوټ کي ۷۵ په سلو کي د ملکیانو د تلفاتو مسولیت د طالبانو بریدونو ته راجع شوی دی.
  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG