د لاس رسي وړ اتصالات

بلجیم کې ۷ تنه داعش سره د ملاتړ په شک نیول شوي


پولیسو ویلي چې دا ۷ کسان یې په څو ځایونو چاپو اچولو کې نیولي دي.
پولیسو ویلي چې دا ۷ کسان یې په څو ځایونو چاپو اچولو کې نیولي دي.

په بلجیم کې چارواکي وایي ۷ تنه یې پدې شک نیولي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې ملاتړ یې کاوه او د" ترهګریز برید" د کولو دسیسه یې جوړوله.

څارنوالانو پنجشنبه مې ۴ (غوایي۱۴) په یوې اعلامیې کې ویلې چې تقریباً اوه واړه نیول شوي کسان چیچنیان دي او درې یې د بلجیم تابعیت هم لري.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې تر اوسه څرګنده شوې ندې دې کسانو په کوم ځای د برید کولو پلان درلود.

پولیسو او ځانګړو ځواکونو دا کسان د بلجیم په لویدیځ کې په څو بیلا بیلو ځایونو چاپو کې نیولي دي. د عملیاتو مشري یو تحقیق کوونکي قاضي کوله چې د ترهګرۍ په قضیو کې مهارت لري.

د څارنوالانو په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې مشکوکو کسانو پریکړه به قاضي کوي چې آيا په هغوي د تور لګولو لپاره کافي شواهد شته که نه.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې ترهګریز ترور، د ترهګرې ډلې په کړنو کې برخه اخیستل او ترهګریز برید لپاره چمتوالی هغه احتمالي تورونه دي چې ښایي پدې کسانو پورې شي.

د څارنوالانو د معلوماتو له مخې په اوو واړو نیول شويو کسانو دا شک دی چې په بلجیم کې یې د ترهګریز برید پلان درلود او ټول یې د یو داسې ډلې غړي دي چې د اسلامي دولت یا داعش ملاتړ کوي.

د بلجیم د فدرالي څارنوالانو د دفتر یو ویاند اریک وان دیوسي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې "داسې معلومیږي دې کسانو په بلجیم کې یوه اداره په نښه کړې وه او په فعاله توګه یې د وسلو لټون کاوه".

د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ۲۰۱۶ کال د مارچ د میاشتې په ۲۲ مې نیټې د بلجیم په پایتخت بروکسل کې په هوایي ډګر او د اورګاډي په یو سټیشن د بریدونو د کولو ادعا وکړله چې ۳۲ کسان پکې وژل شوي و او سل ګونه نور ټپي شوي و.

د دې برید څخه څو میاشتې وړاندې په ۲۰۱۵ کال کې هم د داعش پورې اړوندې یوې شبکې د فرانسې د پاریس په ښار کې څو چاودنې وکړلې چې ۱۳۰ تنه پکې وژل شوي و.

د اسلامي دولت ډلې په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا څلور سوه جنګیالي د دې لپاره روزلي و چې د پاریس او بلجیم د بریدونو په شان د اروپا په نورو ښارونو کې هم تروریستي بریدونه وکړي. دغه معلومات اروپایي چارواکو د اې پي خبري اژانس ته ورکړیدي.

د اروپا د پولیسو ادارو او استخباراتي مسؤلینو هم تائید کړې وه چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په بهرنیو هیوادونو کې د بریدونو لپاره یوه ځانګړې ډله جوړه کړې وه چې د خاصو عملیاتو د ځواکونو په شان بریدونه وکړي.

په ۲۰۱۴ کال کې چې داعش په عراق او سوریې کې ګڼ شمیر سیمې نیولې و او خپل "خلافت" یې هم اعلان کړی و، د بلجیم په ګډون د ګڼ شمیر اروپایي هیوادونو څخه ډیر سړې او ښځې د دې ډلې سره د یو ځای کیدو لپاره عراق او سوریې ته تللې وې چې لا یې هم یو شمیر هلته ژوندۍ پاتې او د کډوالو په یو کمپ کې ساتل کیږي.

XS
SM
MD
LG