د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې هاوان لګېدو ۷ تنه وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د غزنې ښار د نوآباد په سیمه کې د هاوان مرمۍ لګیدلې، ۷ تنه پکې وژل شوي او شپږ نور ټپي شويدي.

د غزني د پولیسو ویاند احمد خان سیرت د نومبر اتمه (لړم ۱۸) ویلي چې دغه پېښه تیر ماښام د شپږمې امنیتي حوزې اړوند نواباد سیمه کې شوې ده.

د غزني د حوزوي روغتون مشر ډاکتر باز محمد همت ویلي چې دوی ته د پېښې له ځایه اووه جسدونه او شپږ ټپیان وروړل شوي دي.

همت وویل چې په وژل شوو کسانو کې دوې ښځې او پنځه ماشومان او ټپیانو کې هم درې ماشومان شامل دي.

هغه د ځينو ټپیانو روغتیايي حالت خراب وباله.

د غزني د چارواکو په وینا تیر ماښام پر غزني ښار د هاوان درې مرمۍ توغول شوي دي.

تر دا مهاله د دغه پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG