د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې د طالبانو موټر بم برید ۴۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې


د برید مسؤلیت وسله والو طالبانو اخیستی دی.
د برید مسؤلیت وسله والو طالبانو اخیستی دی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، نن سه شنبه اګست۲۵(وږې۴) د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د موټر بم برید له امله دوه ملکي وګړي او یو افغان کمانډو وژل شوي دي.

دفاع وزارت وايي دغه برید چې نن سهار ۸:۴۵ دقیقې په یادې ولسوالۍ کې حیواني کلینیک ته نژدې رامنځته شوی ۳۵ ملکي وګړي او شپږ افغان کمانډو سرتیري ټپیان شوي هم دي.

د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د مازدا ډوله موټر په واسطه دغه چاودنه د ملکي خلکو د کورونو په منځ کې شوې چې ملکي مرګ ژوبله کېدای شي زیاته شي.

د افغانستان دفاع وزارت همدارنګه زیاته کړې د دغه موټر بم چاودنې له امله لسګونه کورونه هم تخریب شوي دي.

پر همدې مهال په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي ویلي چې په دغه موټر بم برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۵ تنه ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي په چاودنه کې لسګونه کورونه هم تخریب شوي
چارواکي وایي په چاودنه کې لسګونه کورونه هم تخریب شوي

د یاد برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی او وايي چې هدف یې د صفر شش په نوم د عملیاتي قطعې مرکز و.

د یادونې وړ ده چې وړمه شپه د غزني ولایت د دهیک ولسوالۍ پر مرکز موټر بم برید کې د چارواکو په وینا درې افغان سرتیري ووژل شول او نهه نور ټپیان شول.

د غزني د موټر بم برید مسؤلیت هم وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی و.

XS
SM
MD
LG