د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د پټاقیو په یوه فابریکه کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


د هند په مدهیه پردیش کې د پټاقیو په فابریکه کې له چاودنې وروسته د ژغورنې عملیات روان دي.
د هند په مدهیه پردیش کې د پټاقیو په فابریکه کې له چاودنې وروسته د ژغورنې عملیات روان دي.

په هند کې د پټاقیو په یوه فابریکه کې د یوې سترې چاودنې له کبله لږ تر لږه اووه کسان مړه او ۷۵ نور ژوبل شوي دي.

په هندي رسنیو کې د سه شنبې د ورځې فبروري شپږمې (سلواغې ۱۷) د پیښې په ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې د پیښې له ځای څخه یو لوی اور پورته کیږي. د روغتون چارواکو د اوو کسانو مړېنه تائید کړې او د زخمیانو د انتقال دپاره پوځي چورلکې غوښتل شوي دي.

د مدهیه پردیش ایالت مرکزي روغتون یو چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل: "موږ د اوو کسانو مړینه تائید کولی شو. ۶۵ زخمیان په دې روغتون کې بستري شوي او ۱۰ زخمیان نورو سترو روغتونونو ته لېږدول شوي دي."

د مدهیه پردیش په هردا ښار کې، ځايي حکومتي چارواکي کېلاش چند پارتې چې د پیښې په ځای کې د ژغورنې د عملیاتو مسئولیت لري، وویل چې اور لا تراوسه نه دی قابو شوی او د اطفایې ۱۵ موټر یې په وژلو بوخت دي.

پارتې فرانس پرس ته وویل: "موږ د پیښې په ځای کې د ژغورنې په چارو پام کوو او زخمیان روغتون ته لیږو... تر اوسه توانېدلي یو چې ۷۰ تر ۷۵ سخت زخمیان وژغورو. ټول زخمیان ځايي دولتي روغتونونو ته لیږدول شوي دي."

نوموړي وویل چې له ۲۰۰ څخه ۳۰۰ کسانو په دغه فابریکه کې کار کاوه، خو دا نه ده څرګنده چې د پېښې پر وخت د ودانۍ دننه څومره کسان موجود و.

چارواکي وايي، دې زورورې چاودنې شاوخوا لسو نورو ودانیو ته هم زیان اړولی دی.

په هند کې د پټاقیو په کارخونو کې د چاودنو رامنځته کېدل عام دي.

د مدهیه پردیش اعلی وزیر موهن یاداو دا پېښه "خواشینونکی خبر" بللی او زیاته کړې یې ده چې اطفایې، روغتیايي کارکوونکو او د سیمې روغتونونو ته د لازمو اقداماتو امر شوی دی.

یاداو په ایکس شبکه کې په یو پیغام کې وویل: "له شاوخوا نورو سیمو څخه امبولانسونه هردا ته رسېدلي او له پوځ څخه د هلیکوپترو غوښتنه شوې ده."

اعلی وزیر زیاته کړې چې د ژوبلو کسانو د لیږدولو دپاره لږ تر لږه ۲۰ امبولانسونه د پیښې ځای ته رسېدلي او ۵۰ نور پر لار دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG