د لاس رسي وړ اتصالات

تایوان کې زورورې زلزلې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


سیمه ایزو تلویزیونونو د تایوان په بیلا بیلو برخو کې د داسې ودانیو تصویرونه خپاره کړي چې د زلزلې له کبله کږې شوي دي.
سیمه ایزو تلویزیونونو د تایوان په بیلا بیلو برخو کې د داسې ودانیو تصویرونه خپاره کړي چې د زلزلې له کبله کږې شوي دي.

په تایوان کې د یوې زورورې زلزلې له کبله د چهارشنبې په ورځ اپریل درېیمه (وري ۱۵) لږ تر لږه اووه تنه مړه او له ۷۰۰ زیات زخمي شوي دي.

د دې زلزلې له کبله لسګونه ودانۍ نړېدلي او د تایوان برسېره په جاپان او فیلیپین کې د سمندري توپان د راتلو خبرداری ورکړل شوی دی.

چارواکو دا په تیرو څو لسیزو کې تر ټولو قوي زلزله بللې چې د تایوان ټاپو یې لړزولی او په راتلونکو ورځو کې یې د نورو زلزلو خبرداری ورکړی دی.

د تایوان د هوا پیژندنې مرکزي ادارې د زلزلو د څانګې مشر، وو چیان فو وویل: "د دې زلزلې ژوروالی کم او د ځمکې سطحې ته نږدې و چې په ټول تایوان او ساحلي ټاپوګانو کې احساس شوې ده."

تایوان د ځمکې د دوو تیکتونیکي تختو ترمنځ پروت دی او د ودانیو جوړولو سخت مقررات او عامه پوهاوی په دغه ټاپو کې د زلزلو له امله د پراخ ناورین د رامنځته کېدو د مخنیوي لاملونه بلل کیږي.

وو وويل چې دا زلزله د ١٩٩٩ کال د سپتمبر په مياشت کې د ٧.٦ درجې له زلزلې وروسته، په تایوان کې تر ټولو قوي زلزله وه.

د ۱۹۹۹ کال په زلزله کې چې ددغه ټاپو په تاريخ کې تر ټولو خونړی طبيعي ناورين بلل شوی، شاوخوا ٢۴٠٠ کسان مړه شوي وو.

د چهارشنبې د ورځې د زلزلې شدت ۷.۴ ښودل شوی چې په سیمه ایز وخت د سهار ۸ بجې رامنځته شوه. د متحده ایالاتو د جیولوژیکي سروې د ادارې په وینا د زلزلې مرکز د تایوان د هولین ښار جنوب په ۱۸ کیلومترۍ د ځمکې له سطحې څخه د ۳۴.۸ کیلومترو په ژوروالي کې ښودل شوی دی.

د اور وژنې ملي ادارې ویلي چې ټول اووه کسان په هولین سیمه کې مړه شوي. دغې ادارې د ټپیانو شمېر ۷۳۶ ښودلی دی.

په ټولنیزو شبکو کې شریکې شوې ویډیوګانې د تایوان په مختلفو برخو کې ودانۍ ښيي چې د زلزلې له کبله لړزیدلې دي.

په سیمه ایزو تلویزیونونو کې هم په هولین او نورو سیمو کې د داسې ودانیو تصویرونه ښودل شوي چې له زلزلې وروسته کږې شوي او په مرکز تایپي ښار کې یو ستر ګودام نړیدلی دی.

د تایپي ښاروال وویل چې ۵۰ ژوندي پاتې کسان په بریالیتوب سره د ودانۍ له کنډوالو څخه ایستل شوي دي.

د ځمکې ښویېدلو له کبله د هولین ساحلي ښار ته غځېدلي سرکونه تړل شوي او په سیمه ییزو تلویزیوني چینلونو کې بلډوزرونه ښودل شوي چې پر عمومي سرکونو غورځېدلې ډبرې لیرې کوي.

ولسمشر تسای انګ وین د سیمه ایزو او مرکزي حکومت ادارو څخه وغوښتل چې یو له بل سره همغږي وکړي. هغه وویل چې اردو به هم د اغېزمنو شویو خلکو سره د مرستې دپاره ملاتړ چمتو کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG