د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال په کانکور کې ۷ زره څوکۍ نجونو ته ځانګړې شوي


محصلینې وایي چې د لوړو وزارت دا کار به افغان نجونې وهڅوي چې لوړو زده کړې وکړي.
محصلینې وایي چې د لوړو وزارت دا کار به افغان نجونې وهڅوي چې لوړو زده کړې وکړي.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت په پوهنتونو کې د نجونو محصلینو د ګډون د کچې لوړولو په هدف سږکال د کانکور په آزموینه کې نجونو ته ۶۸۵۰ څوکۍ ځانګړې کړې دي.

د دغه وزارت ویانده عارفه پیکار وایي د لوړو زده‌کړو وزارت دغه تخصیص د مارچ د اتمې نیټې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د کانکور آزموینې د معمول بهیر سربیره، له ښونځیو څخه فارغ شویو نجونو ته ورکړی دی.

"د لوړو زدکړو وزارت په دې باور دی، هغه فُرصتونه او ستونزې چې ښځینه او نارینه قشر په ادارو کې او په مجموعي ډول د افغانستان په ټولنه کې ورسره مخامخ دي، یو شان او مساوي نه دي، حتی ورته والی نه لري، د کانکور په آزموینه کې د ۶۸۵۰ څوکیو ځانګړي کول یوه له هڅونکو پالیسیو څخه ده، چې له نجونو سره مرسته کوي".

د آغلې پیکار پر وینا، لوړو زده کړو ته د ښځو لاسرسی په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د هغوی د فعاله ګډون لپاره شرایط برابروي. میرمن پیکار وایي د لوړ زده‌کړو وزارت په پوهنتونو او نورو اړوندو ادارو کې د ښځو لپاره لا زیاتې آسانتیاوې برابرې کړي.

په کابل کې نجونې، د لوړو زده‌کړو وزارت له خوا په کانکور آزموینه کې له ښونځیو څخه د ښځینه فارغینو لپاره د نږدې اوه زره څوکیو پر ځانګړي کولو خوښي ښيي او وايي دا به په پوهنتونو کې د نجونو د ګډون د کچې د زیاتوالي لامل شي.

د کابل ښار اوسیدونکې فرزانې بابک امریکا غږ ته وویل، چې نورې دولتي ادارې هم باید د ښځو ستونزو ته په کتو هغوی ته ورته تخصیص ورکړي.

هغې وویل "زموږ په ټولنه کې ښځې ډيرې محرومې دي او که حکومت هم پام ونکړي، ښځې به ډيرې ناامیده شي، نو د لوړو زدکړو وزارت دغه اقدام ته په کتو نورې دولتي ادارې هم باید ورته ګامونه پورته کړي، ترڅو ښځې د دولت د یو قوي ملاتړ احساس وکړي".

د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت چارواکي وايي، په روان کال کې دولتي پوهنتونونو کې نږدې ۴۵ زرهاو خصوصي پوهنتونونو کې څه باندې ۴۳۸۰۰ ښځینه محصلین جذب شوي او دغه وزارت په پام کې لري چې راتلونکی کال په کابل کې د ښځو د لومړني نړیوال پوهنتون د بنسټ ډبره کیږدي.

XS
SM
MD
LG