د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې ١٧ مهاجر ټرافیکي پیښه کې مړه شوي – افغانان هم پکې شته


عکس: د اسوشیتید پرس اژانس. پیښه د پنجشنبې په ماښام شوې ده.
عکس: د اسوشیتید پرس اژانس. پیښه د پنجشنبې په ماښام شوې ده.

په ترکیه کې ١٧ تنه ایراني، پاکستاني او افغان غیر قانوني مهاجر د یو بس موټر په ټکر کې وژل شوي دي او ٣٦ تنه ټپیان دي.

د ترکیې سیمه ییزو رسنیو د جمعې په ورځ رپوټ ورکړی چې د پناه غوښتونکو دغه مرگ ژوبله هغه وخت رامنځ ته شوه چې د دوی د سپرلۍ موټر د ترکیې په ختیځ کې د سړک د غاړې د څراغ له پایې سره ټکر وکړ او اور یې واخیست.

ترکي مقاماتو ویلي چې په پیښه کې د موټر چلوونکی هم وژل شوی او ټپیان د ترکیې Igdir اقدیر ولایت روغتون ته لیږدول شوي چې د هغوی په وینا روغتیایي حالت یې خطرناک دی.

ددې ولایت والي انور اونلو ویلي چې یو شمیر کسان په ټکر کې مړه شوي خو نور یې هغه وخت وژل شوي چې یو بل میني بس چې په هغه کې هم مهاجر سپاره وو ددې موټر سره ټکړ وکړ.

د ترکیې انادولو خبري اژانس وایي دغه پیښه د پنجشنبې په ورځ ناوخته د اقدیر-کارس په لویه لار شوې ده او په کې افغانان، ایرانیان او پاکستانیان چې په غیر قانوني توگه د ایران د سرحد له لارې ترکیې ته راغلي وو، وژل شوي دي. ددغو مهاجرو پوره هویت ندی څرگند شوی.

دغه اژانس دا هم ویلي چې په میني بس کې ١۴ تنه ځایږي، خو په کې ٥٠ تنه سپاره وو چې په مسافرو کې ښځې هم شاملې وې.

امنیتي مقاماتو ١٣ تنه هغه مهاجر توقیف کړي دي په دوهم میني بس کې سپاره وو او په پیښه کې ورته تاوان نه و رسیدلی.

په ترکیه کې ټرافیکي پیښه ډیرې کیږي، د ترکیې د دولتي رسنیو په وینا په ٢٠١٧ کال کې پدې هیواد کې ٣٥٣٠ تنه په ترافیکي پیښو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG